لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د والي سوات کړوسۍ په واشنګټن کې کمشنره


زارا په سوات کي د خيګړي کار په مهالم نورو جينکو سره
زارا په سوات کي د خيګړي کار په مهالم نورو جينکو سره

که د زارا خوبونه د تاترې د سوکې په شان لوړ دي نو حوصله ېی هم لکه د ایلم د غر په شان دنګه او پخه ښکاري. ځکه خو واېي په امریکا کې د کوم ښار مئېر (ښارواله) جوړیدل غواړي. چنار قد ، پري رویه او خنده رویه زارا د والي سوات میا ں جهانزیب کړوسۍ ده. د هغې نېکه (د مور پلار) میا ں اورنګزیب د جهانزیب په څلورو ځامنو کې په دویم نمبر ؤ او د زارا خپلوان وایی او یو انتهاېي سخي ، مذهبي او په انسانانو مېن خواخوږی سړې ؤ.

د هغې بل نېکه میا ں غلام جېلاني (د پلار پلار) یو تکړه جرنېل ، سیاست دان، او سفارتکار ؤ. میا غلام جېلاني د برټش آرمي ، انډېن آرمي او پاکستان آرمي برخه پاتې شوې ؤ. په دویم جنګ عظېم کې ېي دوه کاله د جاپان قېد (1942- 1945) تېر کړی. او په 1955م کې یی په امریکا کې د پاکستان یو اېس ملټري ایډ تاريخي ایګرېمنټ لیکلې ؤ.

د زارا مور زیب النسا جېلاني او پلار ارشد جېلاني هم د امریکا په مخورېزه خلکو کې شمارل کېږي. په داسې کې د زارادمئېر جوړیدو ارادہ K2 غر ته ختل نه معلومېږي.

د زارا د رحمان بونیري سره ویډیو مرکه

Zara Jailani with Bunairee
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:35 0:00

زارا خپله د امریکا د غوره پوهنتونونو، نه زده کړی کړي دي- په واشنګټن کې په یو وخت د تور زیړي مخ نیوي لپاره کار کونکې اداری همکاره، او د ډسټرکټ: 12 نه اولسي نماېنده کمشنره ده.

زاره د سیاسي میدان په لومړي پړاو کې په کال 2012م کې هغه وخت برې ترلاسه کړو چې د امریکا صدارتي ټاکنې روانې وې ـ زارا واېي د هغې د سیاست مرکزي نقطه دا ده چې په ښارونو کې خلک موټرې چلول بند کړي او په سرکاري بسونو ، رېل ګاډو او خپلو ساېکلو باندی سفر کوي. واېي دی سره انرجي، او ځاېي( پارکنګ) بچ کېږي او انسانان هم صحت منده پاتې کېدې شي.

Zara Jailani
Zara Jailani

​زارا د خپل پلار،مور او ورور سره

زاره خپله ډیره تکړه او چټکه ساېکل سوره هم ده. واېي څو میاشتو کې پلان لري چې د امریکې د غربي غاړې ریاست کېلېفورنیا نه شرقي غاړې ریاست او امریکی سرښار واشنګټن پوری سفر اوکړي. دا سفر به نزدې 2500 ميله (4000 کلوميټره) وي

د سوات د حکمرانه کورنۍ یوه پښتنه پېغله په امریکا کې د خپلو کامیابو په ارمان پوره کیدو کې ډیره هيله منده ده.

آواز کې رپورټ اورېدې شۍ

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG