لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي ټي ائي غړي قومي اسمبلۍ نه مستعفي،عمران خبرو ته تيار


 برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې عمران خان وويل ملک کې دسپريم کورټ مشرۍ کې اوس غيرسياسي نظام جوړ کړل شي اؤ ازادانه اؤ شفاف انتخابات دې باوري کړي.
برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې عمران خان وويل ملک کې دسپريم کورټ مشرۍ کې اوس غيرسياسي نظام جوړ کړل شي اؤ ازادانه اؤ شفاف انتخابات دې باوري کړي.

دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې هغه حکومت سره مذاکراتو لپاره تيار دى خو ورته داسې تحقيقاتي کميشن قبول نۀ دى چې مشر يې حکومتي استازى وي.

برطانوي خبري شبکې سره يوه مرکه کې عمران خان وويل ملک کې دسپريم کورټ مشرۍ کې اوس غيرسياسي نظام جوړ کړل شي اؤ ازادانه اؤ شفاف انتخابات دې باوري کړي.

عمران خان تور ولگولو چې وزيراعظم نوازشريف استعفي ځکه نۀ ورکوي چې حکومت ته په ورتللو دوهغه کاروبار وده موندل شروع کړي.

اسلام اباد کې دروان احتجاج دختمولو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب عمران خان وويل دوخت په راتللو سره به گوري اؤ زياته يې کړه چې اوس خو هغوي ولاړ دي.

عمران خان دعوه وکړه چې هغوي يو پرامنه گوند اؤ دهغوي لپاره ټولې دروازې تړل شوي دي.

بلخوا دپي ټي ائي مشر شاه محمود قريشي دعمران خان پشمول دخپلو ٣٤ؤ واړو دقومي اسمبلۍ دغړو استعفي گانې دقومي اسمبلۍ دسپيکر په دفتر کې جمع کړي دي

داستعفي گانو دجمع کولو نه لږ وخت پس دپي ټي ائي مشر مراد سعيد وويل چې هغوي خپل چئيرمين ته استعفي گانې دوړاندې نه پيش کړې وې اؤ اوس يې دقومي اسمبلۍ سپيکر ته دوړاندې کولو په اړه باضابطه عمل هم پوره کړى دى.

له دې وړاندې پي ټي ائي دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ نه بغير دټولو اسمبلو نه داستعفي ورکولو فيصله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG