لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ سره د حکومت د رابطې وروستو، عمران اؤ قادري خپلو دريځونو نه پشا شوي


د عمران خان اؤ طاهرالقادري ددغو اعلانونو نه وروستو په پاکستان اؤ بهرنۍ نړۍ کې سخت تشويش پيدا شو چې گنې په پاکستان کې د پيدا شوي سياسي کړکيچ وروستو دپاکستان پوځ په اقتدار قبضه کولى شي
د عمران خان اؤ طاهرالقادري ددغو اعلانونو نه وروستو په پاکستان اؤ بهرنۍ نړۍ کې سخت تشويش پيدا شو چې گنې په پاکستان کې د پيدا شوي سياسي کړکيچ وروستو دپاکستان پوځ په اقتدار قبضه کولى شي

په پاکستان کې د حکومت د تختې نسکورولو دپاره د دوؤ گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک لخوا د تيرو شپږو ورځو راهسې د پيل کړل شوؤ احتجاجي مارچونو زور په کښيناستو راغلى اؤ د شورو په ورځ دحکومتي غړو د پوځ د سرلښکر جنرال راحيل شريف سره د ليدو وروستو دغه دواړه گوندونه د خپلو دريځونو نه په شا شوي دي.

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د نهې په ورځ اعلان کړى ؤ چې کۀ د شورو تر ماښامه وزيراعظم نوازشريف دخپل منصب څخه استعفا ورنۀ کړه نو هغه به خپل زرگونه پلويان په وزيراعظم هاؤس ورنباسي .

همدغه شان د شورو په ورځ د پاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټر طاهرالقادري هم دخپلو پلويانو په ذريغه دپاکستان دقومي اسمبلۍ محاصره کړې وه اؤ د خپل گوند کارمندانو ته يې امر کړى ؤ چې د اسمبلۍ څخه هيڅوک بهر راتلو ته پرې نۀ ږدي .

د عمران خان اؤ طاهرالقادري ددغو اعلانونو نه وروستو په پاکستان اؤ بهرنۍ نړۍ کې سخت تشويش پيدا شو چې گنې په پاکستان کې د پيدا شوي سياسي کړکيچ وروستو دپاکستان پوځ په اقتدار قبضه کولى شي خو سياسي منظر نامه کې وروستو له هغې ډاگيز بدلون وليدل شو چې دپاکستان د پنجاب ايالت وزيراعلي شهباز شريف اؤ د کورنو چارو وزير چوهدري نثار د پاکستاني پوځ د سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره وليدل.

ددغه ملاقات نه وروستو کۀ چرته دپاکستان عوامي تحريک مشر ډاکټرطاهرالقادري خپلو پلويانو ته په تقرير کې وويل چې دپارلمان محاصره ختمه کړي نو هلته د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په احتجاج بوختو خپلوېزرگونو پلويانو ته په وينا کې وئيلي چې هغوئ وزيراعظم هاوس ته د ننوتلو په هکله خپل مهلت غځوي.

عمران خان اسلام اباد کې دشورو په ماسخوتن خپلو پلويانو ته دخطاب په وخت داحتجاج ختمولو لپاره حکومت ته دخپل گوند غوښتنې هم وړاندې کړې اؤ وئيلي يې دي وزيراعظم نواز شريف دې استعفي ورکړي نو له هغې وروستو مذاکرات کيدى شي.

عمران خان په دغه موقع دخپل گوند داحتجاج ختمولو لپاره شپږ غوښتنې وړاندې کړې چې پکې دنواز شريف استعفي، هيواد کې بيا دسره انتخابات، انتخاباتي اصلاحات،داليکشن کمشنرانو استعفي ،هغوي په جيلونو کې بندل اؤ دائين دارټيکل شپږم لاندې ورته سزاگانې ورکول اؤ بې پلوه نگران حکومت شامل دي.

عمران خان دعوه وکړه چې دهغوي ددغه غوښتنو دپوره کيدو وروستو چې به ملک کې کوم انتخابات کيږي دهغې په نتيجه کې به حقيقي جمهوريت راځي اؤ ملک دخوشحالۍ اؤ ترقۍ په لوري روانيږي.

عمران خان وويل " دوزيراعظم نواز شريف داستعفي نه بغير به زۀ ددې ځايې نه بيرته نۀ ستنيږم"

په وزيراعظم دطنز کولو په مهال دپي ټي ائي مشر وويل " نوازشريف معصوم شان شکل جوړ کړى اؤ وائي چې زۀ خو امن غواړم، ددغه معصوم صورت نه شاته يو امر دى،لاهور کې ١٧ کسان قتل کړى شو،لاهورکې گلوبټ ؤ اؤ گجرانواله کې دپومي بټ په مشرۍ دتحريک انصاف په مارچ حمله وشوه،نوازشريف وائي چې زۀ امن اؤ جمهوريت غواړم"

دهغه وينا وه چې " مونږ فيصله کړې چې نوازشريف سره خبرو ته تيار يو، خو دمذاکراتو اولنۍ نکته به دنواز شريف استعفي وي"

عمران خان وويل داخله وزير اسمبلۍ کې پخپله انتخاباتو کې ددهاندلۍ اعتراف کړى اؤ پوښتنه يې وکړه چې ددغه دهاندلۍ تحقيقات څنگه دوزيراعظم(دمشرۍ) لاندې کيدى شي؟

هغه وويل اوسه پورې ١٤ حلقې پرانستل شوي چې پکې دشمير په وخت د٤٠ؤ زرو نه تر ٨٠ؤ زرو پورې ووټونه جعلي راختلي دي.

عمران خان تور ولگولو چې نواز شريف دپاکستان حسني مبارک(دمصرپخوانى صدر) دى اؤ زياته يې کړه چې حسني مبارک تر ٣٠ؤ کلونو انتخابات کول خو اولس سړکونو ته راوتو اؤ هغه يې داقتدار نه لرې کړواؤ اوس به دنوازشريف سره هم دغسې کيږي.

عمران خان دپيپلز پارټۍ په مشر اؤ قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف په لارښود خورشيد شاه دنيوکې کولو په وخت وويل چې هغه ته دنوازشريف شخصي سيکرټري جوړيدل پکار دي.

عمران خان وويل " سزا اؤ جزا دالله قانون دى،ترڅو چې دبدعنوانو سره احتساب نۀ وي شوى ترهغې معاشرې نه کرپشن نۀ شي ختميدى"

هغه وويل کۀ خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې ورته حزب اختلاف ووائي چې دهاندلي شوې اؤ بيا دې انتخابات وشي نو هغه به بيا دسره انتخابات کوي.

دپي ټي ائي مشر وويل نوازشريف دپوځ شاته پټ شوى اؤ ويريږي چې چرته اولس وزيراعظم هاؤس ته ورنۀ شي.

هغه وويل "ټوله شپه به جشن کوؤ اؤ نوازشريف به ويروؤ"

عمران خان وويل" زمونږ کميټي دمذاکراتو لپاره تيار ده ،حکومت دې خپله کميټي جوړه کړي خو دمذاکراتو تر هاغه وخته کومه فائده نشته تر کومې چې نوازشريف استعفي نۀ وي ورکړي"

عمران خان پخپلو څرگندونو کې داسلام اباد ډي چوک دازادۍ چوک وگرځولو اؤ مصر ته په اشارې کولو سره يې وويل هلته تحرير اسکوئير ؤ اؤ دلته ازادي چوک جوړ شوى دى.

بل لوري ته دوزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز په ټوئټر خپل يو پيغام کې دنوازشريف يا طاهرالقادري دنوم اخستو نه بغير وئيلي دي " تاسو خپل ټول ژوند په کنټينر کې تيرولى شي خو نوازشريف به استعفي نۀ ورکوي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وتلي صحافي بخت زاده يوسفزئ وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې وئيلي چې د شورو په ورځ د طاهرالقادري اؤ عمران خان د اعلاناتو نه وروستو داخبره په ډاگه شوې چې په پاکستان کې جمهوريت گټلې اؤ امريت د ماتې سره مخ شوى دى.

هغه وويل عمران خان اؤ طاهرالقادري چې ترپرونه په کومه لهجه حکومت ته گواښونه کول هرڅوک پوهيدل چې ترشايې نور طاقتور قوتونه ولاړ دي خودا چې نن په يوه ورځ کې دومره لويې يوټرن اخلي نوره هم واضحه شوه چې دا خلک خپل سوچ اؤ ايجنډه نۀ لري بلکې دنورو په خبرو اؤ لارښوونو پسې روان دي.

هغه وويل کۀ په دې مرحله کې پوځ د عمران خان ملگرتيا ونۀ کړي نو باور لري چې هغه به دپاکستان اولس ټول عمر دپاره د سياست دميدان نه کيک اوټ کړي اؤ په مستقبل کې به هغه (عمران خان) يو بل اصغرثاني جوړيږي .

د هغه اشاره د ائير وائس مارشال اصغرخان په لور وه چې د پوځ څخه د ريټائرډ کيدو څخه وروستو يې دپاکستان سياست کې قدم کيښودو ، څه موده ډير مشهور و، خو وروستو ورته په اولسي کچ هيڅ پذيرايي ترلاسه نۀ شوه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG