لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري اؤ نواز شريف دهيواد په سياسي اؤ امنيتي چارو غږيدلي


دهيئتونو په کچه دليدنې وروستو وزيراعظم اؤ پخواني صدر يو په يو ليدنه هم کړې
دهيئتونو په کچه دليدنې وروستو وزيراعظم اؤ پخواني صدر يو په يو ليدنه هم کړې
پاکستان کې دحزب اختلاف دترټولو ستر گوند پيپلز پارټۍ دمشر اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري اؤ وزيراعظم نواز شريف ترمينځ پلازمينه اسلام اباد کې يوه مهمه ليدنه ترسره شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې غونډه کې دپاکستان دپوځي اؤ سياسي قيادت ترمينځ اړيکو کې په رامينځته شوي اوسني تاؤتريخوالي، دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو په روان عمل ،تحفظ پاکستان ارډيننس اؤ کراچۍ کې دجرائم پيشه عناصرو په ضد په روانو عملياتو هم بحث شوى.
دغو دواړو سياسي مشرانو په داسې حال کې ليدنه کړې چې دراپورونو ترمخه طالبانو سره دمذاکراتو اؤ پخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف په معاملو دپاکستان دپوځ اؤ حکومت ترمينځ اختلافونو سرراپورته کړى، خو پاکستاني چارواکي دغه اطلاعات ردوي.
سرچينې وائي دواړو مشرانو په دغه ليدنه کې دپاکستان په مجموعي سياسي اؤ امنيتي چارو غور کړى، دپخواني صدر اصف علي زرداري سره په دغه ليدنه کې په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف دمشر خورشيد شاه ترڅنگ سينيټر رضارباني هم شامل ؤ.
همدغه شان دوزيراعظم نواز شريف سره دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد ملګرتيا کړې.
په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه تيره ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال وئيلي وؤ دټي ټي پي وياند شاهدالله شاهد بيان مخې ته راغلى چې حکومت ديوسف رضا ګيلاني اؤ سلمان تاثير دتښتول شوؤ زامنو دراخوشې کولو غوښتنه نۀ ده کړې اؤ زياته کړې يې وه چې مونږ په دې دپوهيدو جوګه نۀ يو چې حکومت طالبانو سره څه رقم مذاکرات کوي اؤ مونږ به دغه شان مذاکرات نۀ منو
سرچينې وائي وفاقي وزير زاهد حامد په دغه موقع غونډې ته دتحفظ پاکستان بل په اړه حال احوال تير کړى،همدغه شان دپي پي پي هيئت ته طالبانو سره دمذاکراتو په روان عمل هم بريفنګ ورکړل شوى.
دهيئتونو په کچه دليدنې وروستو وزيراعظم اؤ پخواني صدر يو په يو ليدنه هم کړې چې پکې دعسکري اؤ سياسي قيادت ترمينځ په رامينځته شوي تاؤتريخوالي، طالبانو سره په مذاکراتو اؤ تحفظ پاکستان ارډيننس پشمول په بيلا بيلو مهمو چارو خبرې اترې شوي دي.
دليدنې وروستو سينيټر رضارباني ميډيا سره خبرو کې وويل دوزيراعظم اؤ اصف علي زرداري ترمينځ ليدنه په غوره ماحول کې شوې اؤ په دغه موقع دهيواد په سياسي صورتحال، طالبانو سره په مذاکراتو اؤ دسندهـ دمالي مشکلاتو اؤ صوبائي خپلواکۍ په اړه په بيلا بيلو چارو خبرې شوي دي.
هغه وويل دپيپلز پارټۍ شريک چئيرمين وزيراعظم په تحفظ پاکستان ارډيننس داپوزيشن ګوندونو ددريځ څخه وزيراعظم خبر کړو اؤ وزيراعظم زاهد حامد ته تحفظ پاکستان ارډيننس کې دمخالفو سياسي ګوندونو دتحفظاتو لرې کولو وينا کړې ده.
هغه وويل دائين اؤ قانون څخه څوک هم سرلوړى نشته اؤ ټولو سياسي قوتونو ته به په اتفاق سره دائين واکمني اؤ جمهوريت مخ په وړاندې بوتلل وي.
هغه وويل دپرويز مشرف په معامله وزيراعظم ګڼي چې دسياسي اؤ عسکري قيادت ترمينځ هيڅ بحران نشته.
رضارباني پاکستان کې جمهوريت ته دپيښو خطرو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل دپاکستان بقاء په جمهوري عمل اؤ دائين په واکمنۍ کې ده اؤ دوخت په رارسيدو سره به هغوي دجمهوري قوتونو پشا ولاړ وي.
له دې وړاندې دميډيا راپورونو کې دعوه شوې وه چې دپوځ دپخواني سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف په معامله دپاکستان دپوځ موجوده مشر جنرال(ر) شريف خوښ نۀ دى.
دپيپلز پارټۍ مشران وائي ددغه ليدنې بنيادي مقصد دا پيغام ورکول دي چې دواړه سياسي گوندونه هيواد کې دجمهوريت په تسلسل باور لري.
سينيټ کې دپاکستان دپوځي اؤ سياسي قيادت ترمينځ اړيکو کې په تاؤتريخوالي دانديښنې ښودلو په ترڅ کې دحزب اختلاف يو مهم مشر سنيټر رضارباني تيره وئيلي وؤ چې دکوم غيرجمهوري عمل په صورت کې به دهغه گوند دحکومت ملاتړ کوي.
دهغه وينا وه چې جمهوري اؤ سول نظام ته دغيرجمهوري قوتونو له لوري دخطرې پيښيدو په صورت کې به مدني ټولنې اؤ جمهوريت خوښو گوندونو ته يو موټى کيدل وي.
پاکستان کې په ظاهري ډول دحکومت اؤ پوځ ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالى وروستو له هغې محسوس کړى شو کله چې لمړى دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف له لوري لمړى دپوځ دوقار په هرقيمت دباوري کولو بيان مخې ته راغى اؤ وروستو هم دجنرال راحيل په مشرۍ راولپينډۍ کې دکورکمانډرانو غونډه کې پوځي افسرانو دځينو وزيرانو لخوا په پوځ دتنقيد اؤ دحکومت له لوري په يو اړخيز ډول دطالب بنديانو په خوشې کولو انديښنه څرگنده کړه.
خو فرحت الله بابر وئيلي دي چې دوزيرانو په بيانونو پوځي ردعمل نامناسب اؤ بې جوازه ؤ
دداخله وزير چوهدري نثار پشمول وروستو ځينو وفاقي وزيرانو دپوځ اؤ حکومت ترمينځ اړيکو کې دتاؤتريخوالي تاثر رد کړو اؤ وې وئيل دپوځ دمرضۍ خلاف يو بندي هم نۀ شي خوشې کيدى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG