د افغانستان پارلیمټ د صدر اشرف غني لخوا د کابینې دپاره نومول شوي زیاتره امیدواران رد کړل.
د شورو یا چارشنبې په ورځ پارلیمنټ د ووټونو د لارې منظورۍ د پاره وړاندې شوي د کابینې ١٩ ؤ کې د ١٠ امیدوارانو نامزدگي رد کړه.
په رد شوو امیدوارانو کې د دفاع وزیر شیر محمد کریمي هم وو چې دا وخت د پوځ مشر دی او صدر اشرف غني د دفاع وزارت دپاره نامزد کړی وو.
کوم امیدواران چې کابینې دپاره پارلیمنټ منظور کړل په هغو کې جنرل نورالحق علومي، صلاح الدین رباني او عقلیل حکیمي شامل دي. ښاغلی علومي د کورنیو چارو وزارت، ښاغلی رباني د خارجه وزارت او ښاغلی حکیمي چې امریکا کې سفیر هم پاتی شوی د خزانې وزارت دپاره پارلیمنټ منظور کړل.
رحمت الله نبیل چې دا وخت د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر دی، د کابیني چوکۍ دپاره يي پارلیمنټ نه منظوري ترلاسه کړه.
د کابینې امیدواران د غبرگ شهریت په سر د لانجې په وجه او یا د مقرره تعلیمي اهلیت نه لرلو په وجه د امیدوارۍ نه لاس په سر شوي وو.
پارلیمنټ کې د کابینې امیدوارانو د منظورۍ دپاره ووټ اچونه د صدر اشرف غني او د عبدالله عبدالله د چوکیو ترلاسه کولو څلور میاشتې ورسته وشوه.