امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ د یرغملیانو خوشې کولو او ډزبندۍ منصوبه پر مخ بیايي چې بالاخر به د اسرایل او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو جوړیدو ذریعه جوړه شي. د وایس اف امریکا خبریالې ګریډسټین رپورټ د نوشیروان قلندر په غږ کې.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د شورو چارشنبې په ورځ د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ او وزیر اعظم بېن یمین نتن یاهو سره لیدلي دا ملاقاتونه په داسې وخت کېږي چې د ډزبندۍ باوري کولو لپاره په حماس زور راوړل کېږي چې باید له اسرایلو نه تښتول شوي کسان خوشې کړي. تفصیل یې د نوشیروان قلندر په راپور کې.
پوهان وايي، د امریکا د دفاعي صنعت ودې ته هم سخته اړتیا ده په داسې وخت کې چې د بایډن انتظامیه او سېنېټ د اوکراین، اسرایلو او تایوان سره د مرستو په قانوني مسودې باندې د استازو جرګې تصویب ته ګوري، پوهان وايي، د خپله د امریکا د دفاعي صنعت ودې ته هم سخته اړتیا ده.
دا په داسې وخت کيږي چې نیټو د اتحاد ۷۵ مه کلیزه لمانځي خو د اتحاد غړي د کییف سره د خاص پوځي امداد په لوظنامه نه دي متفق شوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ترهګره ډلو پر سر تاو تریخوالي یو ځل بیا زیات شوی پاکستان وايي له ترهګرو سره له افغانستانه مرستې کېږي او افغان طالبان وايي پاکستان په ترهګرۍ کې د ناکمۍ پړه په افغانستان ور اچوي. څېړونکي وايی پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره کې بدلون راولي.
مېتیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا د پاکستان په سیاست کې د مداخلت تورونه غلط او دروغ دي. هغه وویل امریکا غواړي چې د پاکستان اولس باید د حکومت په شمول د راتلونکو فیصلو پخپله استعداد ولري
رویټرز: د اسرایل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې تر اوسه دواړو خواو تر 4,400 پورې کسان وژل شوي دي بل پلو د امریکا صدر ، ملګرو ملتونو او د اروپايي اتحاد په ګډون د نړی یو شمېر مشرانو په غزه کې په یو روغتون شوي برید ته سخت غبرګون ښودلی. تفصیل د نوشیروان قلندر په راپور کې.
له فلسطین څخه وروسته له لبنان نه هم د اسرایلو په شمالي سرحدي سیمو کې په ابادی د راکټونو او میزایلونو بریدونه شوي اسرایل ویلي دا دوهم محاذ دی. بلخوا په اسرایل د حماس د بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو اسرایلي وګړو شمېر 1200 ته رسیدلی.
امریکا ویلي، کانګرس په دې خبره تقسیم ښکاري چې څنګه وکولی شي چې ایران د بشري حقونو د سرغړونو ځواب ووايي؟
څېړونکي وايي د قانوني قضیو له لارې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مخه نیول کېږي
ځینې څېړونکي وايي پاکستان کې جمهوریت اوس هم کمزوری دی او ټول طاقت له پوځ سره دی دوی دغه څرګندونې وروسته له هاغې کړي چې د پاکستان د وزیر اعظم په مشوره د صدر لخوا د قومي اسمبلی ماتېدو سره د هېواد په 76 کاله تاریخ کې دا دریم ځل دی چې یو جمهوري حکومت خپله آئیني موده پای ته ورسوله.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پخوانی وزیراعظم عمران خان د پېنځو کلونو دپاره نا اهل ګرځولی د تحریک انصاف د ګوند یو ویاند ذوالفقار بخاري د فیصلې غندنه کړې ده او وايي په عدالت کې به یې چېلنج کوي.
څېړونکي وايي څه که هم چین د جون په میاشت کې د ډنمارک په کوپن هېګن ښار کې د اوکراین امن په اړه ځان له غونډې لرې ساتلی وو او د غربي نړۍ لخوا د روس د غندنې هڅه یې شنډه کړې وه خو څېړونکي په جده غونډه کې د چین ګډون ته د ممکنه بدلون په نظر ګوري
د امریکا خارجه وزیر اېنتني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن دا اوونۍ د بحرالکاهل جزیرې سفر کوي او اسټریلیا کې به د خپلو هم سیالانو سره په اقتصادي او امنیتي موضوعاتو خبرې کوي. امریکا په په بحرالکاهل سیمه کې د چین په زیاتېدونکي اثر خاص نظر ساتي.
د امریکا او چین ترمنځ که څه هم نظریاتي اختلافونه شته دي او ټېکنالوجي ته د لاس رسي ترڅنګ په ځینو امنیتي او تجارتي موضوعاتو یې اړیکې د تاو تریخوالي ښکار دي خو څېړونکي وايي د موسمي بدلون په سر رابطې او خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځه په همکاری زیاتولو کې مرسته کولی شي.
د پاکستان او افغان طالبانو د حکومتونو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په سر تاو تریخوالی لیدل کېږي. څېړونکي وايي که څه هم پاکستان TTP دښمنه ډله ګرځولې خو د دغې ډلې وسلوال د افغان طالبانو سره ژور نظریاتي بنیادونه لري او افغان طالبان به ونکړی شي چې د پاکستان د پاره ټي ټي پي له ځانه خفه کړي.
د پاکستان ترهګرۍ ځپلې صوبې خیبر پښتونخوا کې په مذهبي لږکیو باندې بریدونه یو وارې بیا زیات شوي. په نړیوال کچه ترهګره ګرځول شوې ډله داعش چې افغانستان او پاکستان کې منظم بریدونه کوي په عیني حال کې یې په سرښار پېښور کې په دوه بریدونو کې د سیکهانو د ورولۍ یو غړی وژلی او بل یې ژوبل کړی دی.
په سویډن کې د قران مجید د سوځولو له پېښې وروسته څېړونکي وايي، چې ترکي ته یو وارې بیا دا موقع په لاس ورغلې چې په نېټو کې د سویډن د غړیتوب مخالفت وکړي.
نور کتل