لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او د نړۍ خبرونه


د ایتوپیا له پلازمینې څخه د باندې د ځمکې ښویدنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او یوشمیر نور نادرکه شویدي
د ایتوپیا له پلازمینې څخه د باندې د ځمکې ښویدنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او یوشمیر نور نادرکه شویدي

پولیس وايي د سومالیا په پلازمینه کې نن د یوه موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شویدي.

چارواکي وايي چې چاودنه په مګدیشو کې یوه هوټل ته نږدې شویده خو خپله هوټل ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

یوه چارواکي ویلي د وژل شویو کسانو شمیره ښایې لوړه شي.

-----------

د متحده ایالاتو او عراق چارواکي وايي چې د موصل ښار په لویدیځ کې یې د داعش په وړاندې نوي پرمختګونه کړیدي او یاده ډله یې په شا تمبولې ده.

جنرال مان السعیدي وایي چې عراقي ځواکونه دا مهال د موصل د لویدیځ له دریو یوه برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د داعش د تیښتې ټولې لارې یې هم تړلي دي.

داعش په موصل کې د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسي ځای پرځای شویدی خو د ښار ختیځې برخې یې په جنورۍ کې له لاسه وتلې وې.

داعش دا مهال په عراق کې یو ستر ښار هم تر خپلې ولکې لاندې نه لري.

----------

د متحده ایالاتو د ولسي جرګې د استخباراتو کمیټې له ولسمشر ډنالډ ټرمپ څخه غوښتي دي چې د هغو ادعاو په اړه دې تر دوشنبې پورې ثبوت وړاندې کړي چې ګواکې د ټاکنیز کمپاین پرمهال یې ټیلیفوني خبرې ثبت شويدي.

تیره اونۍ ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه باندې لیکي وه چې پخواني ولسمشر براک اوباما یې په نیویارک کې د ټرمپ له ټاور څخه خبرې ثبت کړیدي.

د کمیټې مشر جمهوري غوښتونکی ډیوین نونیس او ډیموکراټ اډم شیف ټرمپ ته یو لیک لیږلی چې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره دې شواهد وړاندې کړي.

د اوباما یوه ویاند ویلي چې د ټرمپ ادعا ډیره بې بنسټه ده.

----------

د ایتوپیا له پلازمینې څخه د باندې د ځمکې ښویدنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او یوشمیر نور نادرکه شویدي.

چارواکي وایې چې د پېښې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان وه چې په یاده سیمه کې یې د کثافاتو په یوه ډیري کې د خرڅولو د وړ توکو د موندلو لټون کاوه.

عیني شاهدان وایي چې د کثافاتو دغه ډیری په ډیرې چټکۍ سره وه نړیده چې قربانیانو ته پکې د تېښتې لپاره وخت نه وه.

پولیس وایې په یاده سیمه کې نږدې ۳۰۰ کسانو ژوند کاوه.

----------

پاکستاني چارواکي وایې د سرشمیرنې د پیلیدو لپاره یې بشپړ تیاری نیولی او د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به پیلیږي.

پدغه سرشمېرنه کې به تر دوه لکو زیات سرتیري هم له ملکي مامورینو سره د معلوماتو په راټولولو کې مرسته کوي.

د معلوماتو وزیرې مریم اورنکزیب یوې خبرې غونډې ته د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه سرشمیرنه به په ۷۰ ورځو کې د ۱۸۵ میلیونو ډالرو په لګښت بشپړه شي.

نوموړې وړاندې وویل ددغه کار د ترسره کیدو لپاره یولک او شل زره حکومتي مامورین روزل شویدي.

مریم اورنګزیب له ټولو خلکو وغوښتل چې له دغه بهیر سره مرسته وکړي او خبرداری یې ورکړ چې که څوک قصدا ناسم معلومات ورکړي نو شپږ میاشتې زندان او د کابو ۵۰۰ امریکايې ډالرو جرمانه ورته ټاکل شویده.

---------

له داعش څخه د سوریې د رقې ښار د بیرته نیولو په درشل کې زیات ملکي وګړي د ځان ژغورنې لپاره د خپلو کورنو څخه تښتېدلي دي.

پوځي چارواکي او فعالین وایې چې هره ورځ په لسګونو ملکیان په سختو لارو باندې له ښاره تښتې او قچاقچیانو ته د ډیرو پیسو په ورکولو سره

خوندي سیمو ته ځان رسوي.

قاچاقچیان له ښار څخه د یوه کس د ویستلو په بدل کې تر ۷۰۰ ډالرو له خلکو اخلي.

له رقې څخه د ملکي وګړو تېښته پداسې حال کې روانه ده چې داعش ډلې تیره میاشت له خلکو غوښتي وه چې ددوي تر ولکې لاندې سیمو کې له یوه کلي نه وه بل کلي ته د تګ څخه مخکې دې دوی خبر کړي.

د حسام عیسی په نامه یوه فعال وایې تښتیدونکې کسان که د داعش په واسطه ونیول شي نو یا زنداني کیږي او یا د عوامو په مخکې اعدامیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG