لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو اېچ او د کورونا واېرس لپاره په نړیواله کچه بیړنی حالت اعلان کړی


د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو-اېچ – او، نن په چین کې د خور شوي کورونا واېرس په اړه د زیاتیدونکو اندېښنو له امله په نړیواله کچه د بیړني حالت ٫٫ اېمرجنسۍ٬٬ اعلان کړی.

په جینیوا کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د ادارې مشر ډاکټر ټېډروس ویلي دغه واېرس تر اوسه ۱۷۰ تنه په چین کې وژلي او تر اوسه پورې ۷۸۳۴ کسان واېرس وهلي دي. په دغو کې ۹۹ سلنه په چین کې دي.

نوموړي ویلي ٫٫ مونږ په ټولو هیوادونو کې د ځايي او نړیوالو صحت ادارو سره په ګډه کار کوو چې څومره زر وي چې ددې وبا مخه ونیول شي.

رایټرز خبري ایجنسۍ ويلي چې کرونا وایرس که یوې خواته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد پر اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

د جرمني د روغتیا ادارې د ګل- دوشنبې په شپه تایید کړه چې یو تن یې معاینه کړی او د هغه په بدن کې یې کرونا وایرس تشخیص کړي دي. چارواکو دا نه دي ویلي چې دغه تن څوک دی او له چینه ورغلی که څنګه خو وایي حالت یې له خطره بهر دی او علاج یې روان دی.

امریکې او کېنېډا خپلو وګړو ته سفري خبرداری ورکړی. ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرون چین ته د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مرستې وړاندیز وکړ، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر بیا په یوه بیان کې د امریکې پر خلکو ږغ کړی چې که چین ته سفر کوي نو مخکې له مخکې دې ورباندې فکر وکړي.

د نړۍ د څو نورو هېوادونو غوندې په امریکا کې هم تر اوسه په پینځو تنو کې کورونا وایرس تشخیص شوی او چارواکو د 100 تنو نورو د طبي معاینې اټکل کړی دی. چارواکي خبرداری ورکوي چې کېدای شي په راتلونکو ورځو کې د دې وایرس نورې مثبتې پېښې هم مخې ته راشي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG