لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د سنیټ کمیټۍ په ایران د نورو بندیزونو لگولو فیصله وکړه


سنیټر باب کورکر وویل دې اقدام ته د صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي عرب د دورې په تناظر کې کتل پکار دي چې غواړي سیمه کې ایران د جارحیت مخه نیولو دپاره منځني ختیځ سره مربوطه تگ لاره پکار ده چې دا رنگ ایران د منفي هلو ځلو لار ونیول شي
سنیټر باب کورکر وویل دې اقدام ته د صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي عرب د دورې په تناظر کې کتل پکار دي چې غواړي سیمه کې ایران د جارحیت مخه نیولو دپاره منځني ختیځ سره مربوطه تگ لاره پکار ده چې دا رنگ ایران د منفي هلو ځلو لار ونیول شي

د امریکې د سنیټ یوې ډلې په ایران د نورو اقتصادیو لپاره د قانون مسوده منظوره کړه. ایران سره د نړي والو قوتونو د ایټمي معاهدې ورسته به دا د ایران خلاف وړمبي بندیزونه وي چې هدف يي د اسلامي هیواد بیلسټک مزایلو پروگرام او د ترهگرۍ ملاتړی دی.

د سینیټ د خارجه چارو کمیټۍ په ایران د پابندیو مجوزه قانون د ١٨ په مقابله کې په دریو ووټونو منظور کړو. د کمیټۍ مشر د ریپلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکي باب کورکر د فیصلې هرکلی وکړو.

سنیټر باب کورکر وویل کمیټۍ د قانون مسوده په واضح اکثریت منظوره کړه او امید دی په سنیټ کې به هم په لوې اکثریت دا قانون منظور شي.

د سنیټ کمیټۍ د ایران په اړه د قانوم مسوده په داسې حال کې منظور کړه چې صدر ډانلډ ټرمپ د منځني ختيځ د خپل ورستي سفر په مهال د عرب او اسلامي هیوادونو او اسرائیل سره د ایران مخه نیولو په لړ کې خبرې اترې وکړې.

سنیټر باب کورکر وویل دې اقدام ته د صدر ډانلډ ټرمپ د سعودي عرب د دورې په تناظر کې کتل پکار دي چې غواړي سیمه کې ایران د جارحیت مخه نیولو دپاره منځني ختیځ سره مربوطه تگ لاره پکار ده چې دا رنگ ایران د منفي هلو ځلو لار ونیول شي.

د کمیټۍ د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ په لسو کې اتو غړو د مجوزه قانون په حق کې رای واچوله. په ایران د پابندیو په حق کې په رای اچونکو کې د ډیموکریټک پارټۍ سنیټر کرس کونز هم شامل و او وې ویل امریکا ایران د بیلسټک مزایئلو د تجربو، ترهگرۍ د ملاتړ او د انساني حقونو د خلاف ورزو نه سترگې نشي اړولی.

سنیټر کونز وویل دا هغه مدونه دي چې ایران سره شوي ایټمي معاهده کې شامل دي او امریکا پرې په ایران اضافي پابندۍ لگولی شي.

د سنیټ د خارجه چارو کمیټۍ کې د ووټ اچول کیدو نه وړاندې د امریکې پخواني خارجه وزیر جان کیري په ټویټر خپل پیغام کې وویل په ایران د اضافي پابندیو په نتیجه کې ایران سره شوي ایټمي معاهده په خطر کې غورځیدی شي. جان کیري ایران سره د ایټمي معاهدې په لړ کې شوو مذاکراتو کې شامل و. د ډیموکریټک پارټۍ سنیټر ټام یو ډال هم د جان کیري تشویش څرگند کړو.

سنټر ټام یوډال وویل ایران صدر حسن روحاني بیا صدارت دپاره منتخب کړو چې د معاهدې کلک ملاتړ يي کړی دی، هغه په لوې اکثریت بیا منتخب شوی دی او د امریکې حکومت د هغه سره په خپل وړمبي اقدام کې دغه معاهده په خطر کې اچوي دا ډیر خراب دریځ دی.

د مجوزه قانون د ریپلیکن پارټۍ یوازنی مخالف سنیټر رینډ پال وویل په داسې حال کې چې امریکې سعودي عرب ته د وسلو ورکولو دپاره معاهده کړې ده ایران ته د وسلې تیارولو په سر سزا هیڅ معنه نه لري.

اوس به کتنه دا وي چې که چرې د امریکې سنیټ په ایران د اضافي اقتصادي پابندیو دغه قانون منظور کړو نو ایران به ورته څه جواب وايي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG