لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سخت دریځه یهودي ابادکارانو سره د مالي امداد په سر امریکې په دوو کمپنو پابندۍ ولګولې


د اپرېل د میاشت د ۱۳ نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې په وېسټ بېنک کې یهودي ابادکارانو د فلسطینیانو المغیر نومې کلي کې اور لګولی دی
د اپرېل د میاشت د ۱۳ نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې په وېسټ بېنک کې یهودي ابادکارانو د فلسطینیانو المغیر نومې کلي کې اور لګولی دی

د امریکې حکومت د جمعې په ورځ په هغو دوو کمپنو په دې الزام پابندۍ ولګولې چې په وېسټ بېنک کې انتها پسند یهودي ابادکارانو دپاره يې په زرګونو ډالر پېسې راټولې کړې وې.

د امریکې د خزانې وزارت چارواکو په یو بیان کې وویل د پابندیو ښکار ادارو، ماونټ هېبرون فنډ او شلوم اېسرېچ، یهودي ابادکار ینون لېوي او د ډېوډ چای چېسډای دپاره په ترتیب ۱۴۰۰۰۰ او ۳۱۰۰۰ ډالر راجمع کړې وې.

امریکايي چارواکو وویل په لېوي او چېسډای په وېسټ بېنک کې د تشدد په سر په فېبرورۍ کې بندیزونه لګول شوي وو.

لېوي د انتهاپسند یهودیانو د یوې ډلې په مشرۍ کې په فلسطیني او په ملکي بدوانو حمله کړې وه، د هغوي پټو ته یې اور اچولی و او د هغوي جایدادونو ته یې نقصان رسوولی و.

چېسډای په هواره کلي کې اړی ګړی شروع کړی و چې په کې موټرو او کورونه ته اورونه اچول شوي وو چې په نتیجه کې یې یو فلسطینی ملکي تن وژل شوی و.

د امریکې د خزانې نایب وزیر والی اېډیامو وویل د بندیز ښکار تنظیمونو د ګامونو دلاسه د وېسب بېنک امن او امان او ثبات د خطر سره مخامخ کړی و او امریکا به په تشدد کې د ککړو کسانو احتساب دپاره د داسې ډول لارو چارو استعمال ته دوام ورکوي.

هم د جمعې په ورځ‌ امریکې د لیواها تنظیم په باني بېن زیان ګاپسټین هم پابندي ولګوله. لیواها د انتهاپسند یهودیانو تنظیم بلل کېږي او د ګاپسټین پلویان په تشدد او په فلسطینیانو په حملو کې ککړ پاتې شوي دي.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت، ترجمان مېتیو مېلر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په تېرو څو ورځو کې په وېسټ بېنک کې په تشدد کې په زیاتوالي ژور تشویش لري.

مېلر وویل امریکا په اسرایل غږ کوي چې د انتهاپسند ابادکارانو د پرتشدد حملو دې مخنیوی او د ذمه وارو کسانو دې احتساب وکړي.

د دریو تنظیمونو د بندیزو دلاندې به يې په امریکا کې ټولې اثاثې منجمد کړی شي، د امریکې مالیاتي نظام به نشي استعمالولی او امریکایان به ورسر لېن دېن نشي کولی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG