لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش خلاف د اتحادي هیوادونو او ادارو استازي په واشنگټن کې غونډه کوي


د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن به د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې اته شپیتو هغه هیوادونو او ادارو د خارجه وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو د غونډې کوربتوب کوي
د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن به د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې اته شپیتو هغه هیوادونو او ادارو د خارجه وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو د غونډې کوربتوب کوي

د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن به د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې اته شپیتو هغه هیوادونو او ادارو د خارجه وزیرانو او لوړ رتبه مامورینو د غونډې کوربتوب کوي چې دا وخت د داعش خلاف د جنگ اتحادیان دي. د کال ٢٠١۴ نه پس به دا د خپل نوعیت وړمبۍ غونډه وي.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترمخه د غونډې مقصد د شام او عراق په باقي پاتې سیمو کې داعش ته د ماتي ورکولو دپاره په نړي والو کوښښونو کې چټکتیه راوستل او داعش سره تړلي نورو تنظیمونو باندې په فشار کې اضافه کول دي.

که څه هم دداعش خلاف روان جنگ کې پرمختگ شوی دی خو بیا هم د نورو کوښښونو ضرورت موجود دی. دا خبره د سټیټ ډپارټمنټ ترجمان مارک ټونر کوي.

مارک ټونر وايي وړمبی خو دا چې د نوي انتظاميی دپاره دا یوه موقع ده چې وگوري چې مونږ په کوم پړاو ولاړ یو او په کوم ډگر په وړاندې تللو غواړو او خارجه وزیر به نوي خیالات او نوي دریځونه وړاندې کوي او داعش ته د ماتي ورکولو نوي لارې ته به کتنه کوي.

د بروکنگز انسټیټیوشن څیړونکی مایکل او هینلن وايي دا به د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دپاره هم یوه موقع وي چې د امریکې اتحادیانو سره مخ په مخ وویني.

مایکل او هینلن وايي که نوي خیالات رامینځته شول نو ډیره ښه ده گني نو ضرورت يي نشته. په دې وړمبي نشت کې ضرورت یو بل د پیژندلو دی، ریکس ټیلرسن او ډانلډ ټرمپ د خارجه تگ لارې او د قامي سلامیته په مد کې نه پیژني هغه هم په شخصي کچه.

مایکل او هینلن وايي په غونډه کې به ډیر لانجمن موضوعات هم راپورته کیږي.

مایکل او هینلن وايي که د ترکي د نظر نه وکتلی شي او هلته د لکونو په شمیره کې مهاجر موجود دي او په شام کې د جگړې ختمیدو اثار په نظر نه راځي، یورپي هیوادونه داعش د هغه وسله والو د بیرته راتگ په اړه اندیښمن دي چې جنگ ته تللي وو، اوس بیرته راځي او د ترهگرۍ کوښښونه کوي، نو هیڅ څوک هم خوشحاله نه دي.

صدر ټرمپ داعش خلاف د پخواني صدر براک اوباما د تگ لارې مخالف و او ویل يي د وسله والې ډلې پرضد د براک اوباما جگړه کمزوري ده نو ځکه به څیړونکي په دې نظر ساتي چې آیا امریکا به د داعش خلاف نوي لاره اخیتار کړي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG