لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اولسي حقونو علمبردار مارټن لوتر کنگ د زیږیدنې ٨٨ م کال


Martin Lyuter King va uning buyuk orzulari-MLK and his dream
Martin Lyuter King va uning buyuk orzulari-MLK and his dream

که د امریکې د اولسي حقونو علمبردار مارټن لوتر کنگ ژوندی و نو دا میاشب به يي د زیږدنې ٨٨ کال لمانځلو. هغه په کال ١٩٦٨ کې یو حمله کونکې په ډزو ووژلو.

په واشنگټن ډي سي کې د مارټن لوتر کنگ د یادگار درک ١٩٦۴ انډیپینډینس ایوینیو دی. د ١٩٦۴ شمیره هغه کال ته اشاره ده چې کانگرس پکې د سول رایټس ایکټ په نوم قانون منظور کړی و. دغه قانون په امریکا کې د نسلي امتیاز د ختمولو بنیاد کښیښودو.

دا هم د مارټن لوتر کنگ کوښښونه ووچې کانگرس دغه قانون منظور کړو او په نتیجه کې يي په هیواد کې نسلي امتیاز غیرقانوني وټاکل شو او په سکولونو، د کار روزگار ځایونو، ریسټورانټونو او په نورو عامو ځایونو کې د سپین پوستکو او تور پوستکو ترمنځ د امتیاز نظام لمنځه لاړو.

مارټن لوتر کنگ ٥٠ کاله وړاندې د افریقايي امریکایانو د نسلي امتیاز د ختمولو د کوښښونو علامت هم و. په کال ١٩٦٣ کې په واشنگټن کې په یوه درنه جلسه کې مارټن لوتر کنگ "ايي هیو ای ډریم" په نوم مشهور هغه یادگار تقریر وکړو چې هغه پکې په امریکا کې د نسلي امتیاز د ختمیدو امید څرگند کړی و.

هم ددغه تقریر د ټکو نه د مارټن لوتر کنگ د یادگار خیال هم اخیستل شوی دی چې هغه ویلي وو د ناامیدۍ د غر نه د امید یو کاڼی ښکاره کیږي.

د مارټن لوتر کنگ یادگار نهه میټره اوږد دی او د امید کاڼې يي په څنگ کې تراش کړی شوی دی. د کنگ مجسمه د صدر تامس جیفرسن او صدر ابراهم لنکن د یادگارونو په لورې ولاړه کتل کوي.

د مارټن لوتر کنگ د یادگار نقشه چینايي فن کار لی يي شین جوړه کړې ده. د هغه نقشه د یو زر نمونو څخه انتخاب شوي وه.

د یادگار چاپیره یو دیوال دی. په دغه دیوال د مارټن لوتر کنگ د تقریر نه اقوال لیکل شوي دي. هغه دا تقریر په کال ١٩٦۴ د نوبل امن انعام اخیستلو په موقع کړی و.

هغه ویلي و که څه هم بد په عارضي توگه کامیاب ښکاره شي خو حقیقت او غیر مشروطه مینه په دنیا دایمي پاتې کیدونکې حقیقتونه دي.

د شهري حقونو دپاره د احتجاج په سر د گرفتار کیدو په مهال کې د الابامه ریاست په زندان کې مارتن لوتر کنگ لیکلې وو چې ناانصافي په هر ځای کې انصاف ته خطر راولاړوي.

د مارټن لوتر کنگ یادگار نیمگړی دی چې د وخت نه وړاندې اخیستل شوي د هغه د ژوند علامت دی. هغه په کال ١٩٦٨ کې د ٣٩ کلونو په عمر کې یو سپین پوستکې حمله کونکی ووژلو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG