لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: تېر کال په امریکا کې د یهودانو او مسلمانانو په ضد پېښې تر بل هر وخت زیاتې وې


د یو تازه رپوټ له مخې د تېر کال په اکتوبر کې چې د اسرایل او حماس تر منځ جګړه پیل شوې له کبله یې په تېر 2023م کال کې په امریکا کې یهودي ضد جذبات شوي او تر بل وخت زیاتې د بریدونو، ورانکارۍ او ځورونې پېښې ریکارډ شوې دي.

د یهودانو یوې دفاع کوونکې ډلې د بدنامۍ ضد لیګ (اینټي ډیفېمېشن لیګ) د سه شنبې- نهې په ورځ په خپل رپوټ کې تېر کال په امریکا کې د یهودیت ضد پېښو شمېر8,873 یاد کړی دی.

دغه څېړنیزه ډله وایي چې دا شمېر د 2022م کال په نسبت 140 فیصده زیات شوی دی، وایي له 1979م کال راهیسې چې دوی په دې اړه معلومات را غونډوي دا پکې په ریکارډ کچه تر ټولو لوړ شمېر دی.

د رپوټ له مخې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه چې حماس ډلې پر اسرایل برید وکړ، 1,200 تنه یې و وژل 250 یې یرغمل کړل او اسرایل په جوابي عملیاتو کې تر اوسه څه باندې 33,000 فلسطیانیان وژلي، له هغه را وروسته په امریکا کې د یهودیت ضد 5,200 پېښې رپوټ شوې دي.

د بدنامۍ ضد لیګ یا اې ډي ایل ډلې مشر جوناتن ګرین بلېټ په یو بیان کې ویلي، په امریکا کې د یهودانو د ځورونې بحران د ټولنې په هر اړخ کې او له هر ریاست څخه د بیړني اقدام غوښتنه کوي:

"یهودي امریکایان که په سکولونو کې دي، په کار کې دي، په کوڅه کې دي، په یهودي ادارو او حتی که په کور کې دي په نخښه کیږي".

په روانه اپرېل میاشت کې د امریکن اسلامک ریلېشن کونسل په رپوټ کې ویل شوي چې په امریکا کې په تېر 2023م کال کې د مسلمانانو او فلسطینانو خلاف کرکه او بریدونه هم لوړې کچې ته ختلي دي.

د دې کونسل د رپوټ له مخې تېر کال په دې هېواد کې د مسلمانانو خلاف د بېلابېلو پېښو 8,061 شکایتونه یې تر لاسه کړي، چې وایي دا تر وړم کال 56 فیصده زیات دي او په تېرو دېرشو کلونو کې- چې دوی په دې اړه څېړنه پیل کړې- دا تر ټولو زیات شمېر دی:

"په دغو کې شاوخوا 3,600 پېښې د اکتوبر او دسمبر په منځ کې شوې دي".

په امریکا په ځانګړې توګه په کالجونو کې د اسرایل پلوه او فلسطین پلوه احتجاج کوونکو تر منځ تاوتریخوالی هم په وروستیو کې زیات شوی دی.

د یهودانو د دفاع کوونکې ډله اې ډي ایل رپوټ وایي د اکتوبر له اوومې را وروسته بیا د تېر کال تر اخره پورې یې په کېمپسونو کې 732 د یهودانو ضد پېښې ریکارډ کړې دي، وایي د وړم کال په دغومره موده کې یواځې 63 پېښې شوې وې.

په امریکا کې د یهودانو ضد پېښې خپله دې ډلې ته په مخامخ توګه هم رپوټ کیږي او له دې سره سره له رسنیو، امنیتي ادارو او نورو یهودي تنظیمونو څخه هم اخیستل کیږي.

اې ډي ایل وایي د 2023م کال په پېښو کې د یهودي زده کوونکو په مرکزونو او یهودي عبادتخانو کې ورانکاري، د بم چاودنو ګواښونه، په احتجاجونو کې د "یهودي مرده اباد" او "د اسرایل تباهي" نعرې هم شاملې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG