لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د انساني حقونو په مد کې څه لږ ډیر پرمختگ کړی، د ملگرو ملتونو تحقیق کونکي واييِ


عاصمه جهانگیر د پاکستان وتلي قانون پوهه او د انساني حقونو دپاره کارکونکي ده. هغه د انساني حقونو دپاره د غیر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان مشره هم پاتې شوي ده
عاصمه جهانگیر د پاکستان وتلي قانون پوهه او د انساني حقونو دپاره کارکونکي ده. هغه د انساني حقونو دپاره د غیر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان مشره هم پاتې شوي ده

د ملگرو ملتونو یوې تحقیق کونکې په خپل رپورټ کې ویلي ایران د انساني حقونو په برخه کې څه لږ ډیر پرمختگ کړی دی خو هیواد دې باید د خلکو ازارول ودروي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د وي او ای فارسي څانگې سره په یوه مرکه کې په ایران کې د انساني حقونو د تحقیقاتو دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازي میرمن عاصمه جهانگیر وویل د ایران حکومت د هغې ادارې سره مرسته زیاته کړې ده.

میرمن عاصمه جهانگیر وویل د ایران حکومت د هغې ادارې خطونو او لیکونو ته جواب ویل زیات کړې دي چې وړاندې داسې نه وو.

عاصمه جهانگیر د پاکستان وتلي قانون پوهه او د انساني حقونو دپاره کارکونکي ده. هغه د انساني حقونو دپاره د غیر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان مشره هم پاتې شوي ده.

عاصمه جهانگیر د نومبر په میاشت کې د ملگرو ملتونو د استازي په توگه خپله دنده شروع کړې ده او د ایران په اړه دا د هغې وړمبی رپورټ دی چې په جنیوا کې يي د ملگرو ملتونو هیومن رایټس کاونسل ته وړاندې کړو.

عاصمه جهانگیر د ایراني صدر حسن روحاني لخوا د سټیزن رایټس چارټر د لاس لیک کیدلو ستاینه وکړه چې د شهریانو رای د ازاۍ، رایوځای کیدو او اطلاعاتو ته د رسای حق خوندي کوي.

ښاغلي حسن روحاني ددغه دستاویز د لاس کیدو مثبتې نتیجي راوځي، عاصمه جهانگیر وویل. هغې وویل امید لري چې ایران به زر د کم عمره او په غیر سنگین جرمونو کې ککړو خلکو دپاره د مرگ سزا ختمه کړي.

عاصمه جهانگیر وویل د سږ کال د جنورۍ د میاشت پورې ایران ١٥٦ کسانو ته د مرگ سزاگانې ورکړې دي. تیر کال دا شمیره ٥٣٠ وه چې زیاتره پکې د نشۍ توکو سر تړلې جرمونه وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG