د ترکي صدر رجپ طیب اردوان په شام او عراق کې د کرد باغي ډلې پي کی کی خلاف د پوځي کاروايي دړکه کړې ده. انقره پي کی کی ترهگر تنظیم بولي خو څیړونکي او سیاسي مشران خبرداری کوي چې د ترکي دا اقدام به هیواد نه یوازې په سیمه کې د تنهايي په لوري بوځي بلکې د علاقې کړکیچن حالات به لا نور هم خراب کړي.
صدر اوردوان وویل د پولې پورې غاړه د پي کی کی خلاف کاروايی په غرض د ترکي پوځ تیاری شورو کړی دی. هغه دا اعلان د صدر د اختیاراتو زیاتولو دپاره په اینده هفته کې کیدونکي ریفرینډم په لړ کې په ټیلي وژن تقریر کې وکړو.
صدر اردوان وویل د اینده کاروايي به په شام او عراق کې اړخونه لري.
مبصرین وايي د پي کی کی خلاف سخت دریځ د ترک قام پرستانو د حمایت ترلاسه کولو ډیره ښه لاره ده او صدر اروان په ریفرینډم کې هم ددغه طبقې حمایت ترلاسه کول غواړي.
انقره د شام د کرد پي وايي ډي او وای ایم جي ملیشه د ختمولو لوز کړی دی، وايي دا ډلې د پي کی کی سره تړلې دي. د ترکي سرحد سره پرتې پراخه سیمي د پي وايي ډي په قبضه کې دي او ترکې دغه سیمو سره سیلمه په خپلو سرحدي علاقو په لویه شمیره کې عسکر پرځای کړي دي.
امریکا او روس د شام د کرد جنگیالو حمایت کوي. دغه جنگیالي د سیرین ډیموکریټک فورسز اهمه برخه ده او په رقا ښار کې يي د داعش وسله وال ایسا کړې دي.
په پارلیمنټ کې د ایچ ډي پي په نوم د کرد پلوه پارټۍ رکن ارتگل کرچو خبرداری کوي چې په شام او عراق کې د ترکي عسکري مهم جويي به نه یوازې د ترکي خپلو گاونډي هیوادونو سره بلکې د نورو اتحادیانو سره هم خراب کړي.
ښاغلی کرلچوو وايي دا یوازې د ترکي او د کردانو د تعلق خبره نه ده بلکې، دا د ترکي او روس، ترکي او د امریکې، ترکي او د عراق او ترکي او د شام د تعلقاتو مسله ده او که چرې صدر اردوان ددې کوښښ نه ځان ودروو نو دا به د هرچا دپاره د تباهۍ خبره وي.
کرلچوو وايي سفارتي فشار ترکي ددې اقدام نه منع کولی شي.
مبصرین وايي پوځي عملیات د خطراتو نه ډک وي او دا امکان هم لري چې د سیمې کړکیچن حالات نور هم خراب کړي.
سیاسي څیړونکی ایتلا یشلاده وايي د صدر اردوان د اقدام په اړه ډیر تشویش لري ځکه چې په شام کې د کردانو خلاف جنگ په ترکي کې کردانو ته هم غزیدی شي.
څیړونکي وايي د ترکي خارجه تگ لاره د ریفرینډم ښکار شوي ده. او دا چې گني صدر اردوان به ریفرینډم وگټي او که نا، د دې پړاو دا ندازه لگول لا گرانه خبره ده.
یادگیرنه: دا خبر د وي او ای خبریال ډویرین جونز د انقره نه رالیږلی دی