کانګرس ته په خپل تقریر کې به ډانلډ ټرمپ ووټرانو ته د خپل صدارت په اړه اعتماد ورکوي چې په وړمبۍ ورځو کې د ګډوډۍ ښکار لیدل کیږي او کوښښ به کوي چې په نظر پوښتنو کې خپله خرابه درجه بندي ښه کړي چې د یو صدر په وړمبو ورځو کې په ټیټه کچه ښودل کیږي.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به د کانگرس د دواړ ایوانو مشترکه غونډې ته په یو څو شیبو کې خپل وړمبۍ وینا کوي او د راروان کال دپاره به د بجټ په خپلو ترجیحاتو خبرې اترې کوي. د جنورۍ په شلمه نټیه د خپلې څوکۍ سوګند پورته کولو ورسته د کانګرس ایوان بالا، سینیټ، او د نمایندگانو ایوان، هاوس اف ریپریزینټیټیوز، شریکې ناستې ته دا د ډانلډ ټرمپ وړمبی تقریر دی.