لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: داسې ښکاري چې اسرایل او ایران په ایران د اسرایل د حملې په اړه ډیرڅه نه وېل غواړي


په اصفهان کې د ایران په اېټمي ودانۍ ګمارل شوي امنیتي ځواکونه
په اصفهان کې د ایران په اېټمي ودانۍ ګمارل شوي امنیتي ځواکونه

داسې ښکاري چې تل ابیب او تهران دواړه د جمعې په ورځ په ایران د اسرایل د هوايي حملې په ډیر څه نه وېل غواړي چې ښيي یو فریق هم نه غواړي چې شخړه يې په پراخه کچه په سیمه اییز جنګ کې بدله شي.
اسرایل په حکومتي کچه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران ایرنا د یو ایراني چارواکي له قوله وویل د هېواد د هوايي دفاع نظام هغه وخت متحرک شو کله چې د مرکزي صوبې اصفهان کې د هوايي ځواکونو د یو لوی مرکز سره نږدې چاودنه واورېدل شوه.

د ایرنا په رپورټ کې د امریکايي مطبوعاتو د سرچینو ذکر شوی چې حمله یې د اسرایل سر تړلې ده. په رپورټ کې وېل شوي چې څه نقصان نه دی شوی او په اصفهان صوبه او په اصفهان ښار کې حالات د مهمول سره سم و.

د دې نه مخکې ایراني مطبوعاتو پېښې ته څه اهمیت نه و ورکړی او ویلي يې وو په اصفهان کې اېټمي تنصیبات محفوظ وو. د اسرایل د مبینه حملې وروسته ایراني مطبوعاتو وویل د څو ګنټو د ځنډ وروسته د تهران په امام خمېني انټرنېشنل ایرپورټ او د مهراب په مقامي هوايي اډه د معمول سره سم وو.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ په نیویارک کې د اسلامي ملکونو سفارتکارانو ته خبرو کوښښ وکړو چې حملې ته اهمیت ور نه کړی شي. هغه وویل اسرایل کوښښ کولو چې د خپل ماتې نه ګټه جوړه کړي خو کوم واړه ډرون چې راغورځول شوي دي څه جاني او مالي نقصان یې نه دی کړی.

روېټرز خبري ادارې د یو لوړ رتبه ایراني چارواکي له قوله وویل چې ایران څه اراده نه لري چې اسرایل ته د پېښې په سر جواب ورکړي.

د امریکې نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ اخبارونو د اسرایلي چارواکو له قوله وویل اسرایل د جمعې په ورځ په ایران هوايي حمله کړې ده. ګڼ شمېر امریکايي مطبوعاتو د امریکايي چارواکو له قوله وویل چې دا د مزایل حمله وه.

د پېښې په اړه د ایران او د اسرایل د ظاهره خاموشۍ نه وړاندې نړیوالو مشرانو په هم غږۍ د امن او تاوتریخوالی د زیاتولو نه د ډډې غوښتنه کړې وه.

د اټلي خارجه وزیر اېنټونیو تجیني چې د اټلي په کېپري ښار کې يې د نړۍ د لویو صنعتي ملکونو تنظیم جي سېون د غونډې کوربتوب کې کولو د جمعې په ورځ يې وویل چې اسرایل امریکا د حملې په اړه په اخيري منټ خبر کړې وه.

د جي سېون د غونډو وروسته په خبري ناسته کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن نه په تکرار په ایران د اسرایل د رپورټ شوې حملې په اړه پوښتنې وشوې خو هغه په دې اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه.

بلېنکن وویل امریکا د حملې په عملیاتو کې نه وه ککړه. هغه وویل د جي سېون د ملکونو ترڅنګ توجو په دې خبره ده چې تاوتریخوالی کم کړی شي.

د ملګرو ملتونو د مشر اېنټونیو ګوټېرېس ترجمان سټیفن ډوجېرېک وویل ګوټېرېس غواړي چې په منځني ختیځ کې د یو بل په صد د حملې خطرناکه تګلاره ودرول شي.

په ایران د اسرایل حمله د دواړو ملکونو ترمنځ د کلونو راهسې دوامداره د خفیه جنګ وروستۍ برخه ده چې تېره میاشت يې شدت وموندلو.د شام په سرښار دمشق کې د ایران په سفارتخانې د اسرایل د حملې وروسته چې په کې یو شمېر ایراني پوځ چارواکي وژل شوي، ایران د تېر اتوار په ورځ په اسرایل سلګونو مزایلو او ډرون حمله وکړه. اسرایل حمله ناکامه وبلله او ویې وېل زیاتره ډرون او مزایل د اسرایل د دفاع نظام تباه کړل.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG