لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د طالبانو او پاکستان په افغانستان یو شان دريځ


د ښاغلي ډونلډ ټرمپ په واک کې د راتلو سره سم د افغانستان طالبانو او د پاکستان حکومت په افغانستان کې روانې جگړې ته بې مقصده او بې انجامه ويلې ده- طالبانو په یو پرانستې لیک کې د شورو په ورځ ښاغلي ټرمپ ته دافغان جگړې تاوان په گوته کړی دی او د طالبانو په ملگرتیا د تورن پاکستان خارجه دفتر یوه ورځ وروستو په رسمي وینا کې د اسلام اباد څخه غږ کړی دی چې " په افغانستان کې د تیرو پينځلسو کالو راهسې د روانې جگړې هيڅ گټې نشته دی او وايي د خبرو اترو د لارې د افغانستان ستونزې هواریدی شي."

په حیرانونکې توگه د طالبانو او اسلام اباد پرله پسې بره بیان شوې غوښتنې بیخي یو شان دریځ لري بلکې داسې معلومیږي لکه یوه خبره دوؤ بیلو بیلو کسانو کړي وي .

دصدر ټرمپ دفتر په سمدستي توگه ددغه خط یا په پاکستاني دریځ څه غبرگون نه دې ورکړې خو د سوگند اخستلو ورستو ښاغلي ټرمپ ويلي وو په افغانستان کې به تر هغې پوځ موجود وي تر څو یې برې نه وي کړی-

تیر ١٥ کلن تاريخ ښايي چې د طالبانو په پرانستې ليک او د پاکستان د خارجه دفتر په بیان کې د وسني افغانستان په حقيقت سترگې پټې کړی شوي دي . دا لومړی ځل نه دی چې طالبان او د پاکستان خارجه دفتر په افغان چارو نزدې یو شان دریزونه ورکوي.

دواڼو خواؤ، طالبانو او پاکستان په ډرون حملو، د طالبانو دمشر ملا عمر د مړينې په خبر، د طالبانو د بل مشر ملا اختر منصور د وژنې په خبر، په افغانستان کې د امنيت په اړه شکونه پیدا کول، دغلته د امريکې د ځواکونو په موجودگۍ، دهندوستان سره په اړيکو ناخوښي او دغه شان نورو هېوادونو سره ازاد امنيتی تړونونو باندې تل یو شان دريزونه ښودلي دي.

د جنورۍ په دې اخرۍ هفته کې د طالبانو او پاکستان بیانونو کې ددې خبرو نه بيخي ډډه شوې ده چې گني پينځلس کاله پخوا د امريکې په مشرۍ کې نړیوال ایتلاف په افغانستان کې د طالبانو په زور اخستل شوي واک نسکورولو کې بریالې شو. امريکه او افغانستان اوس تور لگوي چې طالبان د هیواد نه بهر د پاکستان په خاوره کې محفوظ ناست دي او دهغه ځایه په افغانستان کې فساد او شر کوي. دغه تگ لاره د تیرو پينځلسو کالو راهسې روانه ده. د پاکستان پوخاني صدر او پوځي مشر پرویز مشرف ويلي وو طالبان د پاکستان اثاثه ده.

پينځلس کاله دمخه په افغانستان کې د طالبانو د خپل سره شریعت په پرتله دا وخت په کابل کې د اولس منتخب پارلیمان د هېواد د سیاسي، سفارتي، پوځي او اقتصادي چارو پریکړې کوي. پينځلس کاله دمخه د طالبانو دلاسه کنډر شوی کابل ښار دا وخت پړقیدونکي بازارونه، هوټلونه، خارجي سفارت خانې، پارکونه، یونیورسټۍ او کارخانې لري-

د طالبانو په بمونو د الوځول شوو سړکونو په پرتله دا وخت د افغانستان د یو گوټ څخه تر بل گوټ پورې د نړیوال معیار سړکونه جوړ شوي دي. چين او هندوستان په افغانستان کې د میلینو ډالرو په پروژو کار کوي او د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو څخه د سوونو په شمېره کې د کارمندانو او محنت کشو لپاره افغانستان دبۍ جوړه شوې ده-

د طالبانو په وخت کې د افغانستان کرنسي په منونو کې تلل کیدله خو اوس د افغانۍ قدر د پاکستانۍ روپۍ څخه سېوا شوی دی-

د طالبانو په وخت کې د نړۍ څخه د راغونډو شوو خپل سره کمانډرانو په پرتله دا وخت افغانستان خپله منظمه ملي اردو لري او وايي د هر غليم څخه د خپل هېواد حفاظت کولې شي-

پينځلس کاله د مخه طالبان د پاکستان څخه افغانستان ته اوختلي وو او د نړۍ د امن لپاره تر ټولو خطرناک تنظيم مشر اسامه بن لادن ېی ځان سره میلمه کړې ؤ خو دا وخت د افغانستان څخه د القاعده نوغی وښکل شوی دی -

طالبانو په خپل حکومت کې په ښځو په هرقسمه کارونو کې د برخې اخستلو بندیز لگولې ؤ خو د طالبانو د دور په پرتله دا وخت افغان میرمنې نه یواځې د هېواد په مهمو پریکړو کې شرېکې دي، په نړۍ کې د خپل هېواد نمایندگي کوي بلکې د هېواد په سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو کې د وسني دور علوم زده کوي-

پينځلس کاله دمخه طالبانو د بدها مجسمه په بمونو اولځولې وه او په افغان ټولنه ېې د هر قسمه کلتوري او تهذيبي هلو ځلو بندیز لگولې ؤ خو ددغه دور په پرتله دا وخت په افغانستان د فرهنگي چارې روانې دي— د سوونو په شمیره کې مطبوعاتي او نشریاتي ادارې دي چې په زرگونو افغانان په کې کارونه کوي او د امن علامت د بدها مجسمه بیا جوړه کړې شوې ده-

اسلام اباد که یو خوا وايي چې په افغانستان کې د سياسي خبرو د لارې ستونزې سمېدلې شي او د پاکستان وزيراعظم او پوځي مشرانو په کال ٢٠١۴ کې د ترهگرۍ خلاف دقامي تگ لارې اعلانولو په وخت په طالبانو کې د ښه او خراب د فرق د تگ لارې ختمولو اعلان کې ؤ خو د امرېکې د دفاع وزارت پينټاګان رپورټ ددغه دعؤ سره سمون نه خوري.

د کال ٢٠١٦ دسمبر په میاشت کې پینټاگان په خپل یو تازه رپورټ کې ويلي دي دحقاني نيټ ورک په څېر دافغان طالبانو ډلې د پاکستان په قبايلي سیمو او نورو ځایونو کې خوندي جالې دي او د هغه ځای څخه په افغانستان کې د حملو منصوبې جوړوي او په افغان خاوره شر او فساد کوي –

وس گورو چې د امريکې نوی صدر ډونلډ ټرمپ به د طالبانو او د پاکستان د خارجه دفتر په مشوره د افغانستان څخه خپل ځواکونه را اوباسي او که نه د افغانانو د خواهشونو او د پینټاگان د رپورټونو په رڼا کې به خپل ځواکونه تر هغې په افغانستان کې اوساتي ترڅو ترهگري له منځه تلې نه وي؟

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG