لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيګار: په افغانستان کې داعش خراسان ډله منطقې او غرب ته ګواښ جوړېدی شي


داعش خراسان
داعش خراسان

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې سیګار په خپل درې مياشتني پورټ کې کانګرس ته ويلي، د دوحې په تړون کې د ‏طالبانو لخوا د شوې ژمنې باوجود په دې درېو مياشتو کې د افغانستان څخه د ترهګرۍ بريدونه جاري وو او دا هېواد يو ځل بيا د ترهګرو په ځاله بدليږي. ‏

د سيګار د رپورټ ترمخه په افغانستان کې داعش خراسان تر ټولو لوی ګواښ دی او د دې وړتيا لري چې منطقې او بهر ته ګواښ جوړ شي.‏

څېړونکي وايي د پاکستان او ايران څخه د مجبورۍ په حالاتو کې افغان کډوال خپل هيواد ته خالي لاسونه ستنول د داعش خراسان د پياوړي کېدو سوب ‏ګرځي.‏

د سياسي چارو افغان څېړونکی اختر محمد راسخ وايي، "د دغو په ډله کې هغه افغانان هم شته چې هغوی د فقر له امله يې پناه وړې پاکستان يا ايران ته او ‏يا د سياسي ستونزو له وجې يې چې دوی اول په جمهوريت کې وو او دوی ويريږي چې طالبان به يې وژني نو دوی هم واپس کيږي نو په دغه پروګرام کې ‏داعش ته ښه عسکرګري کيږي او دا خلک مجبوره دي چې لاړ شي او داعش سره وسله واخلي او د طالبانو په وړاندې وجنګېږي او د سيمې د ناامنه کولو ‏سره سم دوی ولوبېږي".‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو وار په وار په دې هېواد کې د داعش خراسان په ګډون د وسله والو ډلو د موجودګۍ او پياوړي کېدو په اړه راپورونه تل رد ‏کړي او له دې وړاندې يې ډيوه ته وخت په وخت ويلي چې افغانستان کې اوس کومه داسې وسله واله ډله وجود نه لري چې د دې هېواد خاوره د بل کوم ‏هېواد پرضد وکاروي او چاته ګواښ پېښ کړي.‏

خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت تور لګولی، "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چې د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را ‏اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".‏

پاکستان د طالبانو دغه تور ته سمدستي ځواب نه دی ويلی. خو د طالبانو د دفاع وزارت دغه بيان د پاکستان د پوځ هغه دعوې ته په ځواب کې ويلی، چې د ‏افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.‏

د پاکستان پوځي وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري ويلي، د خېبرپښتونخوا په بشام کې په چينايي انجينيرانو په ‏‎26‎م مارچ شوي "بريد کې پينځه ‏چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو پېښو په ‏کلکه غندنه کوي".‏

هغه دعوه کړې وه، کلک شواهد موجود دي چې د ټي ټي پي ‏ترهګر پاکستان کې د ترهګرۍ دپاره د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د ‏بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې تحفظات هم څرګند کړي دي".‏ د طالبانو د دفاع وزارت دغه دعوې رد کړي دي.‏

په افغانستان کې د داعش خراسان د موجودګۍ په حقله د سيګار په رپورټ کې ويل شوي که څه هم دا وسله واله ډله په ياد هيواد کې په کومه برخه کنټرول ‏نه لري خو د هيواد دننه تر ټولو لوی خطر ګڼل کېږي او د ملک په داخل او بيرون د ګواښ متوجې کولو صلاحيت لري.‏

سیګار په خپل تازه رپورټ کې د داعش خراسان په وروستيو بريدونو اندېښنه ښودلې او ويلي یې دي، ياده وسله واله ډله د دې وړتيا او اراده ساتي چې بېرون ‏کې د امريکا او لوېديځو ګټو باندې لږ تر لږه شپږو مياشتو کې بريد وکړي.‏

د رپورټ ترمخه وسله والو ډلو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت، کمزوري حکومتدارۍ او منظمې شبکې نه د جنګيالو برتي کولو او تربيه ‏کولو ګټه پورته کړې ده.‏

د سياسي چارو ځيني افغان څېړونکي په دې نظر دي چې د داعش خراسان ترڅنګ نورې وسله والې ډلې د پاکستان په ګډون ګاونډي هيوادونو کې د ‏جوړېدو وروسته افغانستان ته ورغلې دي، دوی وايي يواځې د طالبانو دپاره يې مخنيوی کول ممکن نه دي.‏

په روس کې د ماسکو پوهنتون استاد او څېړونکی پروفېسر شېر حسن حسن وايي، " که چري د امريکايانو، اروپايانو، چين، هند، ايران او منځنۍ اسيا ‏هېوادونو په ګډون چې د افغانستان ګاونډيان دي، دغې پروسې ته په يو واحد نظر و نه کتل شي ترهګرې ډلې هلته مهار نشي چرته چې جوړېږي او هغه ‏ځای په ريښتني ډول په ګوته نه شي ترهګرې ډلې يواځې د افغانستان سره پاکېدلې ممکن نه دي".‏

د سيګار په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې طالبان په عراق او شام کې د داعش خراسان او نورو مخالفو ډلو پرضد حرکت کوي خو القاعده او پاکستاني ‏طالبان برداشت کوي.‏

په افغانستان کې د داعش خراسان د موجودګۍ په حقله که څه هم د سياسي چارو افغان څېړونکی اخترمحمد راسېخ په دې نظر دی چې ياده وسله واله ډله ‏د غربي نړۍ استخباراتو د خپلو ګټو دپاره جوړه کړې، خو داعش خراسان په افغانستان کې په امريکايي ځواکونو او د هغوی په تنصيباتو بريدونه کړي او ‏امريکا په 2016 کال کې داعش خراسان ترهګر تنظيم ګرځولې وه.‏

‏(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبریال فضل عزيز شریک کړي)‏

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG