په امريکا کې د ډاکټر شکيل افريدي د پاکستان د قېد نه خلاصولو لپاره کار کونکی يو تنظيم وايي د ډاکټر افريدي د خوشې کولو لپاره د پاکستان پوځي چارواکو سره پټې خبرې روانې دي. د امريکا فاکس نيوز سره يوه مرکه کې د تنظيم مشر باب لارسچ ډاکټر افريدي ته اتل ویلي.
په ډاکټر شکیل افریدي شک دی چې د ترهګرې ډلې القاعدې د مشر اسامه بن لادن په درک لګولو کې يې مرستې کړې وې.امريکا په ۲۰۱۱م کې بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د پوځيانو د تربيې د مرکز نه څو فرلانګه لرې په يو کور کې وژلی وو.
فاکس نيوز د سرچينو له خلې ليکي چې د پوځ مشر جنرال باجوه او وزير اعظم نواز شريف به ډاکټر افريدي لپاره د بخښنې اعلان کوي.
په ډاکټر شکیل افریدي باندې په قبایلي سیمه خېبر ایجنسۍ کې د لاقانونه ګرځول شوې فعاله تُندروه ډله لشکر اسلام سره د مالي مرستو تورونه لګول شوي او په دغه کېس کې بندي کړی شوی دی.
ډاکټر شکیل افریدی د کال ۲۰۱۱م د مئ په میاشت کې هغه وخت نیول شوی ؤ چې په خېبرایجنسۍ کې يې د سرجن ډاکټر په توګه خپله دنده مخ په وړاندې بوتله.
د نیولو وروستونوموړي ته د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې ۲۳ کاله بند اورول شوی ؤ، خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي.