لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فلسطینیانو په حق کې مظاهرو د امریکې په یو شمېر لویو ښارونو کې سړکونه بند کړي او ټرېفېک ځنډولی و


کېلېفورنیا های وی پېټرول وویل د احتجاج دپاره لویه بندول غېرقانوني او خطرناک کار دی په موټرو کې تلونکي خلک په محفوظ ډول خپل منزل ته د رسېدو مخه نېسي
کېلېفورنیا های وی پېټرول وویل د احتجاج دپاره لویه بندول غېرقانوني او خطرناک کار دی په موټرو کې تلونکي خلک په محفوظ ډول خپل منزل ته د رسېدو مخه نېسي

د فلسطینیانو په حق کې مظاهرو د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې په ايلينای، کېلېفورنیا، نیویارک او د بحرالکاهل په ساحل پرتو ځینو برخو کې سړوکونه بند کړي وو او د هېواد څو مصروفو هوايي اډو ته په تلونکو لارو، د سان فرانسېسکو ښار په ګولډن ګېټ او د نیویارک په بروکلېن پلونو او د کېلېوفورنیا په وېسټ کوسټ های وی يې د موټرو تګ راتګ په عارضي ډول بند کړی و.

د ایلينای ریاست په شکاګو ښار کې مظاهره کوونکو د یو بل سره لاسونه وتړل او اوهېرانټرنېشنل اېرپورټ ته تلونکي لویه لاره یې بنده کړه. د مظاهرې یوې منتظمې رفقه فلانح وویل احتجاج یې د فلسطین د ازادۍ دپاره د اقتصادي بلاکېډ یا د اقتصادي بندیز برخه ده.

د کېلېفورنیا ریاست د سان فرانسېسکو ښار په کولډن ګېټ نومې پل مظاهره چیانو ځانونه د سېمټونه ډکو ډرمانو سره په زنځیرونو تړلي وو او پل يې د پېدل خلکواو د سایکلو په شمول د هر ډول موټرو د حرکت دپاره بند کړی وی چې له امله په سیمه کې څو ګنټې ټرېفېک جام و.

په نیویارک کې مظاهره کوونکو مېنهېټن ته تلونکی ټرېفېک په بروکېلېن پل بند کړی و.

د اورېګن ریاست په یوجین ښار کې مظاهرې دلاسه پنیځم نمبر لویه لاره د ۴۵ منټو دپاره تړل شوې وه.

احتجاج کوونکو وویل د شکاګو اوهېیر هوايي اډه يې ځکه منتخب کړې وه چې دا په لویو هوايي اډو کې شمار ده. مظاهرچیانو د اسرایل او د حماس په جنګ کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او بیا د حماس خلاف د اسرایل د جنګ شروع کېدو پس د جنګ مخالفینو قریباً هره ورځ په شکاګو کې مظاهرې کړي دي. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

د حماس خلاف د اسرایل په عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت وايي د ۳۳۷۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. وزارت د وژل شویو کسانو په شمېره کې دا فرق نه کوي چې څومره وسله وال او څومره ملکي کسان دي خو وايي په دریو کې دوه برخې ښځې او ماشومان وژل شوي دی.

اوهېیر ایرپورټ د اېکس، پخواني ټوېټر، دلارې هوايي اډي ته تلونکي خلک خبرداره کړي وو چې د موټر په ځای دې په بله طریقه ایرپورټ ته ځان رسويي ځکه چې د احتجاج له امله د موټر په سفر به ډیر وخت لګي.

ځینې مسافر د ټرېفېک جام کېدو له امله پېدل ایرپورټ ته تګ وکړو او د ځان سره يې خپل بېګونه په سړک راښکل.

هوايي اډې ته پیاده تونلکو کې د شکاګو اوسېدونکي مېډلين هېنن هم شامله وه چې د کار په غرض فلورېډا ریاست ته يې سفر کولو او چې د خاوند موټر يې لار د تړل کېدو په سبب د ۲۰ منټو دپاره په ټرېفېک کې بند پاتې شو نو په پښو يې ایرپورټ ته مزل وکړو. هغې وروسته وویل په شک خپل پرواز ته ورسېدله.

هېنن وویل دا یو تکلیف وو خو چې کوم حالات سمندر پورې دوام لري د دې په مقابل کې دا ډېر زحمت نه و.

د شکاګو د هوا بازۍ د محکمې ترمخه د احتجاج دلاسه په پروازونو کې ځنډ د پينځو منټو نه هم د کم وخت ځنډ شوی و او نهې بجې شا او خوا حالات د معمول سره سم شول.

د واشنګټن په سېیاټل ښار کې د ریاست ټرانسپورټېشن محکمې وویل د احتجاج دلاسه د سېیاټل هوايي اډې ته تلونکي مرکزي لاره بنده شوې وه. په سوشل ميډیا شریک شویو پوسټونو کې لیدل کېږي چې مظاهره کوونکو د فلسطین بېروغه پورته کړي دي او په بند سړک ولاړ دي. د ایرپورټ لاره درې ګنټې وروسته پرانېستل شوه.

د کېلېفورنیا د پولیس ترمخه، د سان فرانسېسکو ښار په ګولډن ګېټ پل د احتجاج په لړ کې ۲۰ کسان نیول شوي دي.

کېلېفورنیا های وی پېټرول وویل د احتجاج دپاره لویه بندول غېرقانوني او خطرناک کار دی په موټرو کې تلونکي خلک په محفوظ ډول خپل منزل ته د رسېدو مخه نېسي.

د اورېګن ریاست پولیس وویل په یوجین کې د لاره بندولو په سر ۵۲ کسان ګرفتار کړی شوي دي. نیویارک پولیس هم د ځینو احتجاج کونکو د ګرفتارۍ خبر ورکړی دی.

په شکاګو کې هم د فلانح ترمخه په لسګونو کسان نیول شوي دي. شکاګو پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ځینې کسان د ټرېفېک مخه نیولو په لړ کې ګرفتار کړی شوي دي خو شمېره یې څرګنده نه کړه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG