لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ریاست چا سره ولاړ دی؟


د اسلام اباد هايي کورټ په ویلنټاین پابندي لگولې ده
د اسلام اباد هايي کورټ په ویلنټاین پابندي لگولې ده

د پښتو متل دی چې شرع ظاهر گوري. نو ذهن ته دا تپوس راځي چې پاکستان د تندلارۍ پرضد جگړه کې د چا سره ولاړ دی؟ راځئ چې د نن ورځې د پیښو په رڼا کې ورته وگورو.

عدالت او ویلنټاین ډی:

په نوره نړۍ کښې د ويلنټاين ډی د مينې ورځ ته نسبت دی خو د پاکستان يو ستر عدالت يعنې د اسلام اباد هاې کورټ امر کړی چې د مينې په دغه ورځ خوشحالۍ لماځل غير اسلامي کار گرځولی. عدالت په دغه فيصله کښې په حکومت، ميډيا او خلکو غږ کړی بايد د دې ورځې د نمانځلو نه ډډه اوکړي او نه په اجتماعي او نه شخصی توگه دا ورځ ونمانځلی شي.

دا خو به کتلی شي حکومت په اسلام اباد او د ملک په نورو برخو کښې دغه عدالتي حکم څومره په خلکو ورمنلی شي خو د عدالت د فيصلې سره سم يو تاثر دا هم خور شوی چې که هر څومره پوځي عمليات وشي خو چې د رياست په بنيادي مفکوره کښې بدلون نه وي راوستلی شوی ترهگري نه شي ختميدی.

په دې اړه يوه د مدني ټولنې فعاله فرزانه باري واي د عدالت فيصله دا څرگندوي چې رياست د هغه خلکو سره ولاړ دی څوک چې زمونږ بچي د علم نه منع کوي او څوک چې زمونږ بچي په پوليو مرض اخته کول غواړي. او په دې لړ کښې د بشري حقونو د تنظيم مشره زهره يوسف واي چې په ټولنه کښې د تندروۍ د سوچ د مرستې سره سره داسې فيصلې د خلکو په اقتيصاد هم بدې اغيزې لري.

د لاهور بم او ښه یا بد طالب:

د نيشنل ايکشن پلان مقصد د ترهگرو ځالې ختمول و خو څیړنکاران وايي هغه کار نه دی شوی ځکه پوځ د خپلې پاليسۍ سره سم د ښه طالب او د بد طالب په توپير کښې دغه غټ مقصد د لاسه ورکړی او مثال ېې د لاهور ننۍ پيښه ده.

دا پیښه چا کړې دې پسې به نه گرځو. د څو لسیزو راهسې په سترگو وینو او غوږونو اورو چې که ښه طالب دی او که بد. دواڼه د افغانستان او پاکستان په ورانولو کې د یو بل سره ملگري دي. غټ مثالونه يي دادي چې امریکې کله په پاکستان کې اوسامه بن لادن وژو نو ښه او بدو طالبانو يي د غچ اخیستلو لپاره د ترهگرو حملو پړه ومنله. که د پاکستان طالبان پیښور کې بم خلاصوي نو مونږ چرته نه دی اوریدلي چې د افغانستان ښو طالبانو پرې بد ویلي او دغه شان که افغان طالبان کابل ورانوي نو بدو طالبانو يي غندنه نه ده کړې.

پاکستان که د هریو سره ولاړ دی يا يي لکه د پټ مل په توگه کاروی نو هر یو د پاکستان نظام نه منی. په وډیوي پیغامونو کې يي څو ځله د پاکستان پوځ ته مرتدد ویلی او ډیموکراسي کفري نظام گڼي.

ښه نو بیا؟

ښکاري داسې چې که نور عدالتونه هم د اسلام اباد د فيصلې په رنگ څه کارونه اسلامي او څه غير اسلامي وگرځوي او تندلارو ته د ښکاره یا پټ ملاتړ پیغامونه ورکړي خو بیا هم داسې هیڅ نښې نښانې نشته چې د ملا یا طالب په سر کې ناست تندلاری به پښه په پښه واړوي او ارمه ارامي به شي.

که سل ځله حافظ سعيد یا صوفي محمد په کور کښې کې نظر بند وساتل شي او یا جیل کې واچولی شي خو دا امکان نشته چې دغه دواڼه یا ددوي د مفکورې نور ملگري به د خپلې لارې واوړي. د ټولو هدف یو دی اوهغه دا چې پاکستان کې د خپلې خوښې مذهبي نظام جوړ کړي.

هنه چې بله درته ووایم چې په پښتونخوا کښې کله د ايم ايم ای حکومت و نو د جماعت اسلامي ډنډه بردار به گرځيدل او په زور به ېې هغه غونډې ورانولې چې که به د ويلنټاين په نوم وه او که د نوي کال مانځل. جماعت اسلامي او ایم ایم ای يي لا نرمه مذهبي تگ لاره لري او د ریاست کلک ملگري گڼلی کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG