لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپریم کورټ جج اطهر من الله ویلي ټول مني چې په عدالتي چارو کې مداخلت کېږي


د پاکستان په استخباراتي ادارو باندې په عدالتي چارو کې د مداخلت د تورونو په اړه د سپريم کورټ شپږ کسيزه بېنچ کې شامل جج اطهر من الله ویلي ټول مني چې په عدالتي چارو کې مداخلت کېږي او دا مسله د فېض اباد پرلت په اړه د سپريم کورټ د فېصلې سره هم هواره نه شوه.

د پاکستان د سپريم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عيسى په مشرۍ د قاضیانو شپږ کسيزه ډلې ته نن د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن ستر عدالت کې جمع کړي خپلو وړانديزونو کې ویلي په عدليه کې د مداخلت کوونکو خلاف پلټنې پکار دي.

د اورونې په مهال د سپريم کورټ جج جسټس اطهر من الله وویل چې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو خط يو حقيقت دی، باید چې مرکزى حکومت خپل دريځ واضح کړي.

جسټس اطهر من الله په دې موقع خپل اضافي نوټ هم ولوستو او ویې ویل چې د هایکورټ ججانو په ګوته کړې چې اوس هم د مداخلت لړۍ روانه ده.

قانون پوهان وايي باید چې عدالت د هېواد د استخباراتي ادارو د کار طريقه کار معلوم کړي چې هغوى د کوم قانون لاندې کار کوي.

قانون پوه انعام الرحيم وایي، دا د يو تن د سپکاوي مسله نه ده بلکې دا د مداخلت د لارې عدالتي عمل ګډوډ کول کېږي:

"په دې باندې د غدارې 6مه دفعه لګېدی شي، د ايين 6 ماده وايي چې هره اداره به په خپله دستوري داېره کې دننه کار کوي ځکه چې هر يو سوګند پورته کړی دی، پرويز مشرف ايين نه وو شلولی بلکې هغه د ايين څخه بالا اقدمات پورته کړي وو".

د مقدمې د اورونې په مهال د پاکستان بار کونسل وکيل په خپل دلایلو کې وویل چې د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو په معامله پاکستان بار کونسل عدالتي پلټنې کول غواړي.

وکیل غوښتنه وکړه چې د يو څخه په زياتو ججانو ګډ جوډېنشل کمېشن دی جوړ کړې شي چې داسې قصوروار کسانو ته سزا ورکړی شي.

سرکاري وکيل یا اټارنى جنرل عدالت ته خواست وکړو د تېرې اورونې حکمنامه دې ورکړی شي چې وزير اعظم او د دفاعي چارو وزارت ترېنه اګاه کړي.

د عدالتي چارو خبريال وحيد مراد وایي‌، "جسټس اطهر من الله وايي په دې کې تپوس د حکومت نه کول پکار دي، ولې چې استخباراتي ایجنسيانې- چې په چا عدالتي چارو کې د لاسوهنې تور دی- د حکومت لاندې کار کوي او دا د حکومت ذمه واري ده چې هغه د خپلو خفيه اېجنسيانو نه تپوس وکړي او عدالت ته ځواب ورکړي".

د مقدمې د اورونې په وخت جسټس منصور علي شاه په خپلو څرګندونو کې وویل په بازار کې داسې کومه ګولۍ نه شته چې په خوړلو یې يو جج مضبوط کېدای شي، هغه ووېل د معامله کونکو قاضیانو پر ضد ګامونه اخستل پکار دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر سردار لطيف کهوسه وایي، "دا خو د ايين خلاف بغاوت دی، دا چې په عدالتي چارو کې کوم ډول مداخلت کېږي، دې عدالتي نظام په زنځيرونو کې تړلی دی".

د لاهور هایکورټ بار ستر عدالت کې جمع کړي خپلو وړانديزونو کې ویلي په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه يو ښکاره راز دی، وایي سپريم کورټ ته د يو نظام جوړولو ضرورت دی.

د سپريم کورټ وکيل شېر امان خان اېډوکېټ وایي، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره باید په پارليمان کې بحث وشي:

"که عدالتي چارې غوره ګڼي نو بيا دې حکومت قانون سازي هم وکړي، او زما په خيال اوسني صورتحال کې هم دغه يوازينۍ حل دی، سپريم کورټ سره هم بله لاره نه شته".

د اسلام اباد هایکورټ شپږو ججانو د مارچ په 26مه سپريم کورټ ته خط یو لیکلی وو او تور یې پورې کړی وو چې استخباراتي ادارې د دوی په عدالتي چارو کې مداخلت کوي. د پاکستان استخباراتي ادارو دغو تورونو ته تر اوسه رسمي جواب نه دی ویلی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG