لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پخوانی خارجه وزیر سرتاج عزیز وفات شو


د پاکستان بزنس رېکارډر اخبار د رپورټ ترمخه، سرتاج عزیز په ۱۹۲۹ کې په مردان کې پېدا شوی و
د پاکستان بزنس رېکارډر اخبار د رپورټ ترمخه، سرتاج عزیز په ۱۹۲۹ کې په مردان کې پېدا شوی و

سرتاج عزیز، د پاکستان پخوانی د خزانې او خارجه وزیر د نهې، سه شنبې، په ورځ وفات شو. هغه د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې زېږېدلی و.

د پاکستان بزنس رېکارډر اخبار د رپورټ ترمخه، سرتاج عزیز په ۱۹۲۹ کې په مردان کې پېدا شوی و.

هغه د پخواني وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې د ۱۹۹۰ نه تر د ۱۹۹۳ پورې او بیا په ۱۹۹۷ کې د خزانې وزیر ګمارل شوی و.

په ۱۹۹۸ کې سرتاج عزیز خارجه وزیر هم و. د دې هغه د قومي سلامتیا مشیر هم وو.

سرتاج عزیز د هغه کمېټۍ مشر هم وو چې د پاکستان وفاقي حکومت په پخوانۍ فاټا کې د اصلاحاتو دپاره جوړه کړې وه.

سرتاج عزیز د پاکستان مسلم لیګ (ن) یو مرکزي مشر هم و او د هغه په مرګ د ګوند د غړو ترڅنګ په سوشل ميډیا په پراخه کچه د خفګان څرګندونه شوې ده.

سرتاج عزیز د یو شمېر کتابونو منصب هم و چې د اېمېزان وېب پاڼې ترمخه د هغه په کتابونو کې بېټوین ډریمز اېنډ رېیليټز سم مایلټونز ان پاکستانز هسټري او کورېډورز فار پيس اېنډ ډوېلېپمنټ شامل دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG