لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان کرکټ لوبغاړو په پوځي اکېډمۍ کاکول کې کوم ډول تربيت ترلاسه کړی؟


Pakistan Cricket Training
Pakistan Cricket Training

د پاکستاني کرکټ لوبغاړو په پوځي اکېډمۍ کاکول کې تربيتي کېمپ پای ته رسېدلی دی. لوبغاړو ويلي، "فزيکي تربیتي کېمپ یې ګټور وو په کېمپ کې ‏کرکټ نه وو د کېمپ مقصد اتحاد او لوبډلې خپلمنځي اړيکي وې".‏

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په پوځي اکېډمۍ کاکول کې د لوبغاړو د تربيت په اړه ويلي، د پاکستان د "پوځ د ټرېنرانو يا تربيت ورکوونکو څخه ‏ترلاسه شوي ټرېننګ څخه به د لوبغاړو په فټنس او کارکردګۍ مثبت اثرات وي".‏

ویل شوي پاکستانۍ لوبډله په نړیوالو کرکټ کې برخه اخلي ځکه د کرکټ بورډ چيرمين محسن نقوي د پاکستان د پوځ په اشتراک کاکول کې دغه تربيتي ‏کېمپ راجوړ کړی وو.‏

د پاکستان کرکټ لوبډلې کپتان بابراعظم ويلي، "په کېمپ کې لوبغاړو ته د فټنس ښه کولو موقع په لاس ورغلې د کېمپ بنيادي مقصد په لوبغاړو کې ‏اتحاد او د لوبډلې خپلمنځي اړیکې وې".‏

هغه زیاته کړې، په دغه ډول فزيکل تربيتي کېمپ کې یې په درېم ځل برخه اخستې، او دا "کېمپ يې ځکه مختلف وو چې په دې کرکټ نه وو، دلته يواځې په ‏فريکل فټنس، رفتار او قوت باندې کار شوی دی".‏

زياتو لوبغاړو ويلي،په تربيتي کېمپ کې یې په فټنس او ټيم کې د يو والي ساتلو په برخو کې کار شوی او دا به یې په راتلونکې کې په کرکټ کې په کار ‏راشي، ګټور یې بللی دی.‏

په ‏‎25‎م مارچ پي سي بي په خپله وېب پاڼه خپور کړي بيان کې ويلي وو،د (‏‎26‎م مارچ نه تر اتم اپرېل) پورې تربيتي کېمپ کې به ‏‎29‎‏ لوبغاړي برخه اخلي.‏

ويل شوي وو، "په کېمپ کې به توجه په ټيم جوړولو چې مقصد یې د لوبغاړو فزيکي او ذهني کچه لوړل او ډاډ ترلاسه کول دي چې په راتلونکې کې په ښه ‏‏حالت کې د چېلنجونو مقابله کولی شي".‏

پي سي بي ويلي وو، "تجربه لرونکي کوچز او تربيت ورکوونکي به د لوبغاړو د فټنس معيار، چټکتيا، مشرۍ او سټراټيجيک فکر او ټول پرفارمنس باندې ‏پاملرنه ‏کوي".‏

له دې وړاندې هم په کال ‏‎2016‎م کې پاکستانۍ لوبډلې ته د انګلېنډ د دورې نه وړاندې په کاکول کې تربیتي کېمپ لګول شوی وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG