لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: د نهمې مې له پلان جوړوونکو، سهولتکارو او عملي کوونکو سره هیڅ جوړجاړی نه شي کېدی


د پاکستان پوځ د تېر کال ‏‎2023‎م نهمې مې ته توره ورځ ويلي او په دغه ورځ شوې پېښې یې د مجرمانونو پېښو په توګه يادې کړي او غندنه یې کړې ده. ‏پوځ ویلي، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې ‏کولو اجازه ورکړي". ‏

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره هيڅ نرمي نه شي کېدی او د ‏هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".‏

‎تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

د نهې/ سه شنبې په ورځ (اوومه مې) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې‎ ‎د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند ‏د مشر د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ‏ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده ‏چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند د پوځ بیان ته په غبرګون کې ویلي وو، د پاکستاني ولس اکثریت انتشاري بلل" د فرعونیت اؤ غرور" بدترینه مثال دی. ‏

پرون بيا د ياد ګوند د تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر يو سیمینار ته په وینا کې ویلي چې تحریک انصاف سازش نه دی کړی بلکې د سازشیانو ‏له مخونو د نقابونو کوزولو لپاره تحریک پر مخ وړي.‏

هغه د پوځي ویاند په پریس کانفرنس کلکې نیوکې کړې او ويلي يې دي، چا چې مونږ ته سازشي ټوله ویلي هغه دې بخښنه وغواړي ځکه چې مونږ د ملک ‏وفادار یو او د چا نه سرټیفیکیټ اخستو ته ضرورت نه لرو.‏

پوځ نن په جاري کړي بيان کې ويلي، تېر کال په نهمه مې شرخوښو بغاوت کړی په ارادې سره یې د رياستي ادارو ضد د تشدد لاره خپله کړې، د غلط او کم ‏نظره انقلاب ناکامه هڅه یې کړې وه. پوځ دغه منصوبه ناکامه کړې وه.‏

پوځ ويلي، د نهمې مې د اصل مجرمان د قانون منګولو راوستل ځکه مهم دي چې په راتلونکې کې څوک بيا دغه ډول اقدام ونه کړي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG