لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دغیر قانوني افغان کډوالو د راجسټر کولو اعلان کړی


په اسلام اباد کې افغان او پاکستاني چارواکو په غیر قانوني افغان کډوالو غږ کړی چې د پولیسو لخوا د زورولو نه د بچ کېدو لپاره دې ژر تر ژره ځانونه راجستر کړي.

د پاکستان مشهورې ورځپاڼې ډان د سرحداتو او قبایلي چارو وفاقي وزیرعبدالقادر بلوچ له خولې ویلي کوم غیرقانوني افغان کډوال چې ځان رجسټر کړي دوي به په پاکستان کې د پولیسو لخوا نه زورول کیږي.

د پاکستان حکومت ددغې نوې تګلارې د عملي کېدو لپاره به د د رجسټریشن یا نوم لیکنود۵۰و نه سوا مرکزونه جوړوي. په دغو مرکزونو کې به د پاکستاني چارواکو سره یوشمیر افغانان هم مرسته کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي زبیح الله وحیدي وي او ای ډیوه ته د پاکستان ددغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره قانوني اسناد به افغان کډوالو ته لازمې اسانتیاوې په برخه کړي.

ښاغلي وحیدي وړاندې وویل چې که یاد کډوال له راجستر کیدو وروسته افغانستان ته ستنیده غواړي نو د افغان حکومت لخوا به د ځمکو ورکولو په بهیر کې هم ورسره مرسته وشي. نوموړي وړاندې وویل چې د غیر رجسټر شوو افغان کډوالو د رجسټر کیدو په اړه به ډیر زر له کابل نه د افغان حکومت یو پلاوی هم اسلام اباد ته ورشي.

دا مهال په پاکستان کې شاخوا ۱۵ لکه غیر راجستر افغان کډوال ژوند کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG