لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کلبوشن مقدمه: پاکستان په نړیوال عدالت کې ولې ناکامه شو


په نړیوال عدالت کې دکلبوشن یادیو په مقدمه کې د ناکامۍ پرسر پاکستاني مطبوعاتو او سوشل میډیا کې د هیواد په تګلاره نیوکې روانې دي. قانوني کارپوهانو ویلي پاکستان ښکاري تیروتی دی، د مقدمې لپاره يې تیاري نه وه نیولې او دریځ يې ضعیفه وو.

ځنې څیړنکاران وايي کیدی شي پوځ په یو غشي دوه ښکاره کړي وي، چې یو خوا یې کلبوشن ته د تیزادۍ سزا واوروله او بل اړخ ته يې مقدمه د فیصلې لپاره نړیوال عدالت ته هم پریښوده.

په سوشل میډیا غبرګون

د نړیوال عدالت لخوا د فیصلې ورستو په سوشل میډیا (ټویټر) هم یو شمیر خلکو په خپل غبرګون کې ټکونه او خندا کړی.

Kulbhushan Sudhir Yadav
Kulbhushan Sudhir Yadav

Kulbhushan Sudhir Yadav
Kulbhushan Sudhir Yadav

د پاکستان پخوانی قاضي شایق عثماني ډان ورځپاڼې ته ویلي دغه پریکړه خطرناکه ده ځکه آی سي جې پدې برخه کې قانوني اختیار نه لري. ده وړاندې وویلي دا د پاکستان تیروتنه ده چې دلته راښکاره شو. دوي باید دلته نه وه راغلي. دوي په خپله ځان په پښو باندې وویشته.

پاکستان دمقدمې لپاره هیڅ تیار نه وو

لندن کې میشت رشید اسلم وايي چې پاکستان په سمه توګه نه وه تیار او پدې وه نه توانیده چې له خپلویو نیم ساعت وخت نه د دلایلو په وړاندې کولو کې کار واخلي.

ده دا هم وویل چې د ویانا د کنوینشن په پنځمه ماده کې راغلي دي که یو ملکي وګړی ونیول شي نو له هغه سره باید د بشري حقونو د قانون له مخې چلند وشي خو کا جاسوس ونیول شي نو بیا د بشري حقونو قید نشته نو ځکه زه فکر نه کوم چې دغه قضیه دې په سمه توګه وړاندې شوې وي.

د پاکستان وکیلانو تجربه کمه وو

پخواني لوی څارنوال عرفان قادر وویل چې هغه ددغې پریکړې په اړه هک حیران شو. (زه فکر کوم چې دا پریکړه د یوه طبعي عدالت د اصولو پر خلاف شویده. زه پدې هم حیران یم چې ولې پاکستان هلته تللی او خپل دریځ یې اعلان کړی او هغه هم بیا په دومره بیړه سره.)

ده واندې وویل هغو وکیلانو چې دا دوسیه پرمخ وړه هیڅ تجربه نه درلوده. په دلیلونو کې یې وزن نه وه. دوي باید خپله مقدمه په معقوله توګه مخې ته وړې وه.

ده دا هم وویل چې مقدمه اوس هم کیدای شي خو حقوقي ټیم باید په غوره توګه تیار شي او په یوه باتجربه حقوقي ټیم باندې بدل شي.

د پاکستان کیس کمزوری وو

د پاکستان د پیپلز ګوند یوه مشره شیري رحمن وویل مونږ خپل کیس په قانوني توګه پرمخ وړ خو کمزوری وخته. د جاسوسۍ په اړه باید زیات دلیلونه ورکړل شوي وی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG