لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: په افغان مېرمنو د بندېزونو او د کډوالو د ستونزو په اړه د انځورونو نندارتون جوړ شوی


د مردان په عبد الولي خان پوهنتون کې د افغان کمشنرېټ په مرسته یو ورځنی د پینټنګ، نقاشۍ او عکسونو نندارتون راجوړ کړی شوی وو چې پکې د افغان کډوالو ستونزې، دافغان نجونو په زده کړو اؤ کار بندیزونه انځور کړل شوي اؤ نندارې ته اېښودل شوي وؤ.

د پښتونخوا کالج آف اړټس طالبعلمې مشعل وفا هم دې نندارتون کې خپل پینټنګز نندارې ته وړاندې کړي وؤ، وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي، افغانان د یو ښه راتلونکي په هیله دلته ژوند کوي اؤ هغې پخپل پینټنګز کې د افغان کډوالو دغه هېلې اؤ هڅې انځور کړې دي.

دغو طالب علمانو د ټولنې دننه د ژوند د بیلابیلو اړخونو په شمول په پاکستان کې د افغان کډوالو په کیمپونو کی د ژوند ، ستونزو، تعلیم او صحت په اړه عکسونه او پینټنګز هم نندارې ته اېښودي وؤ.

دپښتونخوا کالج آف اړټس طالب علم اسامه وایي هغوی دغه نقاشي او انځونورونه د ټولنې دننه د انسانانو د تقسیم په موضوع راجوړ کړي دي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي انسان مدام د خپل ځان نعرې وهي خو د بل انسان خیال نه ساتي خو یو وخت به ضرور راځي چې دغه انسان به بل انسان قبول کړي.

اسامه وایي "افغان کډوال په دې امید د افغانستان نه راغلل چې دلته به نوی ژوند پیل کړي خو دلته هم انسانان خپل منځ کې تقسیم وؤ او هغوی چا قبول نه کړل او 45 کاله پس هغوی واپس لاړل".

د کالج طالب علمانو په دې نندارتون کې په افغانستان کې د ښځو په زده کړو او په کار د بندیزونو اړوند عکسونه او پینټنګز هم نندارې ته وړاندې کړي وؤ .

په دغه عکسونو کی د افغان میرمنو کلتور، لاسي هنر، په کیمپونو کې د کډوالۍ ژوند او افغانستان ته د بيا ستنیدو ستونزې او کړاوونه انځور کړل شوي وؤ.

پښتونخوا کالج آف اړټس طالب علمې مشعل وفا هم دې نندارتون کې خپل پینټنګز نندارې ته وړاندې کړي وؤ ،وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي افغانان د یو ښه راتلونکي په هیله دلته ژوند کوي اؤ هغې پخپل پینټنګز کې د افغان کډوالو دغه هېلې اؤ هڅې انځور کړې دي.

په دې نندارتون کې برخه لرونکو د پوهنتون او افغان کډوالو مشرانو وویل داسې غونډې ځوانانو ته موقعې په لاس ورکوي چې هغوي خپل ځان اؤ خپل صلاحیت خلکو ته څرګند کړي .

د نندارتون برخه وال وایي داسې مثبتې نندارې د دواړو ټولنو په ځوانانو کی د مقابلې رجحان پیدا کوي اؤ ددې ترڅنګ نړۍ ته هم د افغان کډوالو د ژوند بیلا بیل اړخونه ورښایي او د یووالي پیغام ورکوي.

دافغان کمشنریټ مشر عباس خان ډیوه ته وایي "افغان کډوالو 45 کله خپل ځان او کورنۍ دلته وساتلې، مونږ غواړو چې دا ومنل شي، مونږ هغوی ته سلام پیش کوو او په پوهنتون کې چې کوم زده کوونکي دي غواړو چې دغه کډوال طالب علمان ځان سره په وړاندی بوځي"

دښاغلي عباس خان په خبره " که تاسو غواړئ چی دوی په تاسو بوج نه شي تعلیم ورله ورکړئ ، هنر ورله ورکړئ او په خپلو زړونو کې یې ځان سره ځائ کړئ او د پښتونخوا نه بل ښه ځائ ددوی دپاره نشته"

عبدالولی خان پوهنتون په دې وروستیو کی د افغانستان زده کوونکو هلکانو او جینکو دپاره د وړیا تعلیم ورکولو اعلان کړی او د دولسم ټولګي نه تر شپاړسم ټولګي پوری یې 50 وظیفې دافغان زده کوونکو لپاره اعلان کړې وي.

په دی غونډه کې پوهانو د تعلیم په اهمیت او د تعلیم مخې ته په پرتو خنډونو هم رڼا واچوله او وي ویل چې د کم عمرۍ ودونه هم د تعلیم په لاره کې خنډ جوړیږي .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG