لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس برطانيې ته د حملې خبرداری ورکړی


تېره هفته د یوکرېن د دورې په مهال کېمرون وویل د کییف ځواکونه په روس کې دننه هدفونه ويشتلو دپاره د برطانيې د اوږدې فاصلې پورې تلونکي وسلې استعمالولی شي
تېره هفته د یوکرېن د دورې په مهال کېمرون وویل د کییف ځواکونه په روس کې دننه هدفونه ويشتلو دپاره د برطانيې د اوږدې فاصلې پورې تلونکي وسلې استعمالولی شي

ماسکو ویلي که یوکرېن د برطانيې په مزایلو په روس حمله وکړه نو روس به په یوکرېن او نورو ځایونو کې د برطانيې په پوځي هدفونو حملې کوي.

یوکرېن ته د سفر په مهال د برطانيې خارجه وزیر ډېوډ کېمرون یوکرېن ته په خپله دفاع کې د برطانيې د وسله استعمالولو اجازت ورکړی دی.

تېره هفته د یوکرېن د دورې په مهال کېمرون وویل د کییف ځواکونه په روس کې دننه هدفونه ويشتلو دپاره د برطانيې د اوږدې فاصلې پورې تلونکي وسلې استعمالولی شي.

د روېټرز خبري ادارې سره تېره هفته مرکه کې کېمرون وویل څنګه چې روس په یوکرېن کې دننه حملې کوي نو هم دغه شان یوکرېن هم دا ضرورت محسوسوي چې خپله دفاع یقیني کړي.

کېمرون دا هم وویل برطانیه چې یوکرېن ته وسله ورکوي نو په استعمال يې څه شرطونه نه لګوي.

د روس خارجه وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې په ماسکو کې د برطانيې سفیر نيجل کېسي يې طلب کړی و او هغه ته خبرداری ورکړی شو چې که چېرې یوکرېني ځواکونه په روس د برطانيې په ورکړی شویو وسلو حمله کوي نو ماسکو به په یوکرېن کې او د یوکرېن نه بهر د برطانيې په پوځي هدفونو جوابي ګزار کوي.

د روسي خارجه وزارت بیان وویل د برطانيې سفیر نه غوښتنه وشوه چې د لندن د دښمنۍ د ګامونو په تباه کن نتیجو دې غور وکړي او په سمدستي او په سختو ټکو کې دې د کېمرون راپارونکي بیانونو تردید وکړي.

د دې نه مخکې روس دا اعلان هم کړی و چې د یوکرېن پولې ته نږدې به د اېټمي وسلو مشقونه کوي او علت يې فرانس صدر اېمېنول مېکران او د برطانوي چارواکو بیانونه او د روس سرحد سره نږدې د نېټو پوځي عملیات بللي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG