لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا حکومت قومي اسمبلۍ کې د «ګندهارا کاریډور» مسوده وړاندې کېدل د اتلسم ایین ترمیم خلاف ګڼلې


د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د «ګندهارا کاریډور» په نوم یوه قانوني مسوده وړاندې شوې ده، خو په پښتونخوا کې د تجویز شوې مسودې مخالفت په دې بنیاد کیږي چې وایي دا قسمه قانون سازي د صوبایي خودمختارۍ په ضد ده.

د پاکستان پیپلز ګوند د مرکزي اسمبلۍ غړي ډاکټر رمیش کمار د اپرېل په څلورمه د ګندهارا کوریډور په نوم یوه قانوني مسوده قومي اسمبلۍ کې جمع کړې ده چې مقصد یې پاکستان له بودایي مذهبه ملکونو سره تړل دي، خو عوامي نیشنل ګوند دریځ لري چې دغه مسوده د اتلسم آیني ترمیم په ضد عمل دی.

د عوامي نیشنل ګوند ویانده ثمر هارون بلور وایي، دا نه یواځې یوه قانوني مسوده ده بلکې دا د اتلسم آیني ترمیم لاندې د صوبایي خودمختارۍ قانون چېلنج شوی دی.

ثمر بلور زیاتوي د ګندهاره تمدن د نیوي فیصدو نه زیات لرغوني اثار په پښتونخوا کې دي:

"د اتلسم آیني ترمیم نه پس د سیلګرۍ، عجایب خانو او کلتور محکمې د وفاق نه صوبو ته تللي دي او صرف صوبې حق لري چې په دې موضوعاتو قانون سازي وکړي".

په یاده مسوده کې تجویز شوی چې وفاق دې یوه داسې اداره جوړه کړي، چې له بودایي مذهب منونکو ایشیایي هیوادونو سره اړیکې مضبوطې کړي او مذهبي سیلګري ته وده ورکړی شي.

لرغونپوهان وایي له نن نه شاوخوا دوه زره درې سوه کاله پخوا د ګندهارا تمدن مرکز پیښور دره پاتې شوې ده چې د اوسني وخت پیښور، چارسده، مردان، نوښار او صوابۍ پکې راځي.

دغه شان بونیر، سوات، دیر، باجوړ، خیبر او د افغانستان په ننګرهار کې هم د هغو وختونو اثار تر لاسه شوي دي. پوهان وایي ټیکسلا هم د ګندهارا تمدن برخه پاتې شوې ده خو کوم آثار چې په پېښور سیمه کې موندل شوي دي هغه د فن ځانګړې نمونې دي.

د پېښور پوهنتون استاذ لرغونپوه ډاکټر نداء الله صحرایي وایي بودا په خپله پېښور ته نه دی راغلی، خو کله چې د هغه مذهب د هند په ختیځ کې پیل شو او دا بیا تر پېښوره را خپور شو، نو د دې مذهب د زدکړې لپاره به خلک پېښور ته راتلل او په هغه مدرسه کې به یې زدکړې کولې چې د ده په وینا کوشان باچا کنیشکا جوړه کړې وه.

ډاکټر ندا الله صحرایي وایي په ټیکسلا کې چې آرټ کوم دی هغه په قالب کې جوړ شوي بتان وو او په یو قالب به یې په سلګونو په زرګونو بتان جوړول:

"دلته [پښتونخوا] کې یو بوت چې جوړ شوی دی هغه انډیویژول بوت دی، یو بوت دی، د هغې کاپي نه شته، د هغې نقل نه دی جوړ شوی، نو ددې اهمیت زمونږ ددې بوتانو یا زمونږ د علاقې دا دی".

ډاکټر نداء الله وایي یواځې په پېښور عجایب خانه کې تر څلوېښتو زرو زیات د ګندهاره تمدن لرغوني آثار محفوظ دي چې پکې څه د پاسه 1100 د خلکو نندارې ته ایښودل شوي دي.

دغه شان د صوبې په نورو 25 وړو او لویو عجایب خانو کې خوندي شوي لرغوني آثار ددې نه علاوه دي، د هغه په وینا دا د صوبې د ټولو اوسېدونکو لویه سرمایه ده.

د ډاکټر صحرایي وایي که د ګندهارا تمدن د کتلو لپاره په سمه توګه کار وشي، نو د بودایي مذهب منونکو په ګډون به د نړۍ له نورو هېوادونو هم سیلانیان د دې د لیدو لپاره راشي او دا به د صوبې اقتصاد ته لویه ګټه ورسوي.

د عوامي نېشنل ګوند ثمر بلور وایي که وفاقي حکومت په مرکزي اسمبلۍ کې جمع شوې د ګندهاره کاریډور قانوني مسوده واپس وا نه خسته نو دوی به یې په هر ډګر مخالفت کوي.

"زمونږ [د اتلسم اییني ترمیم] د دفاع کولو لومړۍ کرښه خلکو ته د مطبوعاتو او سوشل مېډیا له لارې پوهه ورکول دي، هغې نه پس ته که زمونږ حق باندې چا ډاکه ووهله نو مونږ به بیا بل قدم اخلو".

دغه راز د پښتونخوا وزیراعلی، علي امین ګنډه پور هم په خپل یو بیان کې د تجویز شوې مسودې غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې وفاق د وړاندې نه د ګندهارا کلچر اتارټي ایکټ 2023م شکل کې په صوبایي خودمختارۍ حمله کړې ده، وایي صوبایي حکومت به په خپلو وسیلو ډاکه اچول ونه زغمي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

اسرایلو په رفح کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژلي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG