لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل پوځ د رفح پوله نيولې، په رفح یې هوايي بمباري کړې


‏ د اسرایل پوځ نن د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، د غزې او مصر ترمنځ د رفح پوله یې په ولکه کې اخستې او په سيمه یې هوايي بمباري کړې ده، يوه ورځ ‏وړاندې د اسرايل پوځ د سيمې خلکو ته د وتلو ويلي وو.‏

اسرايل اوونۍ وړاندې ویلي وو، حماس ته د ماتې ورکولو د هدف ترلاسه کولو دپاره په رفح کې عمليات اړين دي. امریکې، ملګرو ملتونو او نورو ‏خبرداری ورکړی وو، د فلسطيني وګړو څخه ډکه علاقه کې عمليات کول به بشري بحران جوړ کړي.‏

په رفح کې دا تازه پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې حماس د مصر او قطر د مذاکرات کوونکو سره د جنګ بندۍ خبره منلې ده.‏

د اسرایل د وزيراعظم بين يامين نتنياهو دفتر د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي وو، د جنګ بندۍ وړانديز د اسرايل د مهمو غوښتنو څخه لرې دی، خو ورسره ‏یې ويلي وو اسرایل به قاهرې ته د خبرو دپاره مذاکرات کوونکي ليږي چې خبرې دوامداره پاتې شي.‏

تېره اوونۍ د جنګ بندۍ هڅې ګرندۍ کړل شوي، پشمول د دې چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن سیمې ته سفر کوي او بيا بیا یې په حماس ‏غږ کړی چې اسرایل جوړ جاړی کړی، حماس له یې وړانديز منل پکار دي.‏

د اسرایل سرکاري مطبوعاتو ويلي، دغه پلان چې حماس منلی هاغه نه دی په کوم چې اسرايل اتفاق کړی وو، خو دا نه ده څرګنده چې په کوم څه کې بدلون ‏شوی چې حماس یې به مني او اسرايل به یې نه مني.‏

د امريکې سپينې ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت ویلي، د حماس ځواب ته کتنه کوي.‏

ويل کيږي، ښایي چې د اسرايل رفح پولې پله تګ به د جنګ بندۍ خبرې اغېزمنې کړي. نتنياهو تېره اوونۍ ويلي وو، د رفح عمليات به کوي که جنګ ‏بندي کيږي او که نه کيږي.‏

د نتنياهو دفتر د ګل په ورځ ویلي، د اسرايل جنګي کابينې متفقه پرېکړه کړې چې اسرايل به په رفح کې عملياتو ته دوام ورکړي چې په حماس د ‏يرغماليانو د خوشي کولو دپاره فشار سېوا کړي او د جنګ اهداف ترلاسه کړي.‏

امریکې د ګل په ورځ په فريقېنو په جنګ کې د وقفې کولو غږ کړی چې په غزه کې د حماس په ولکه کې بندي کسان خوشي شي.‏

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان کربي ویلي، " مونږ غواړو چې يرغمل کسان خوشي شي، مونږ غواړو چې د شپږو اوونيو جنګ بندي وشي، بشري ‏مرستې سېوا شي، او دا څه چې روان دي دا د مذاکراتو عمل په خطره کې اچولی شي، لکه څنګه چې مو مخکې ويلي وو، موافقې ته رسېدل نه يواځې د ‏يرغماليانو بلکې د فلسطين د خلکو دپاره هم ښې نتيجې لري".‏

د امریکې صدر جوبايډن د ګل- دوشنبې په ورځ د نتنياهو سره په ټيليفوني خبرو کې بيا تکرار کړې، د رفح په عملياتو کې بايد د فلسطيني وګړو د خوندي کولو ‏پلان شامل وي، او سپينې ماڼې ويلي، نېتن ياهو موافقه کړې چې د " بشري مرستو ضرورتمندو دپاره به د کېرم شالوم پوله خلاصه وي".‏

بايډن په سپينه ماڼۍ کې د اردن د باچا کوربه توب کړی او د غزې په حالاتو یې ورسره خبرې کړي دي.‏

د صحت د نړیوالې ادارې ترمخه، په رفح کې خواوشا ‏‎1.2‎‏ ملينه کسانو پناه اخستې په دوی کې زيات د حماس پرضد د اسرايل د عملياتو په وخت د غزې د ‏مختلفو برخو څخه د پناه اخستو دپاره دغلته ورغلي دي.‏

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش په رفح کې په پراخه کچه پوځي عملياتو باندې اندېښنه څرګنده کړې او په اسرايل او حماس دواړو یې د ‏موافقې عملي کولو غږ کړی دی.‏

د صحت د نړیوالې ادارې مشر ټېډرس اډانم ګبريسس د ګل په ورځ په اېکس ويلي، په رفح کې بشپړ پوځي عمليات به د بشري مرستو اړتیا د غېر يقیني ‏کچې پورې سېوا کړي، او د انسانيت په خاطر دغلته فوري جنګ بندي پکار ده.‏

حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، د اسرايل په وينا په ياده حمله کې ‏‎1200‎‏ کسان وژل شوي او خواوشا ‏‎250‎‏ کسان یې یرغمال کړي وو، په ‏‏‏يرغماليانو کې د تېر کال نومبر په میاشت کې په جنګ بندۍ کې خواوشا ‏‎100‎‏ يرغماليان خوشي کړل شوي وو.‏

د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملياتو کې د ‏‎34,600‎‏ نه زیات کسان وژل شوي، اسرایل وایي په وژل شوو ‏‏‏کې څو زره وسله وال هم شامل دي.‏

‏(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG