لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان ته د ايراني تيلو په قاچاق کې بیرته 67 فيصده زياتوالی راغلی،  د بلوچستان وزير اعلا  رپورټ ناسم بللی۔


شمېرنې ښيي، د پاکستان او ايران ترمنځ تر نيمايي زيات تجارت د قاچاق له لارې کېږي او په دې کې زياتره ايراني تېل دي، چې د بلوچستان له لارې پاکستان ته راوړل کېږي
شمېرنې ښيي، د پاکستان او ايران ترمنځ تر نيمايي زيات تجارت د قاچاق له لارې کېږي او په دې کې زياتره ايراني تېل دي، چې د بلوچستان له لارې پاکستان ته راوړل کېږي


حفيظ الله ستوری شيراني

د حکومتي ادارې اينټليجنس بيورو (ايي بي) رپورټ وايي، چې په اوسني وخت کې هره ورځ له ايران څخه د بلوچستان له لارې شاوخوا 90 لکه ليټره تيل قاچاق کېږي چې په سل کې دېرش فيصده تيل په بلوچستان او پاتې اويا فيصده ايراني تېل د ملک نورو درو صوبو ته په ناقانونه توګه وړل کېږي۔
د پاکستان مرکزي حکومت وايي، له ايران سره قانوني تجارت زياتوي خو د قاچاق مخه نيولو لپاره به ګامونه اخلي۔

خو د بلوچستان اعلا وزير مير سرفراز بګټي بيا د قاچاق لوړېدل او دا شمېرې ناسمې بللې دي، هغه د ډيوه همکار ته ويلي ستاسو رپورټ سم ندی خو د ډيوه همکار ورته ويلي چې دا د وي او اې رپورټ نه بلکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي بي رپوړټ دی د هم دې په ځواب کې هغه ويلي" بيا به د ايي بي رپورټ هم سم نه وي"۔
شمېرنې ښيي، د پاکستان او ايران ترمنځ تر نيمايي زيات تجارت د قاچاق له لارې کېږي او په دې کې زياتره ايراني تېل دي، چې د بلوچستان له لارې پاکستان ته راوړل کېږي۔
په دې وروستيو کې خپاره شوي يوه استخباراتي رپوټ د چارواکو اندېښنې نوري زياتي کړې، رپورټ ليکي، د 2024م له انتخاباتو وروسته د تېلو د قاچاق کچه 67 فيصده نوره زياته شوې ده۔
د انټيليجنس بيورو يا "ايي،بي" ادارې په رپوټ کې د ځيني امنيتي چارواکو او سياستوالو نومونونه هم خپاره شوي، چې ايراني تېلو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن شوي دي۔
د پاکستان د خارجه چارو وزير محسن حسن نقوي نه په کوټه کې د ډيوه همکار پوښتلي خو هغه د دې رپورټ په اړه ځواب ويلو څخه ډډه وکړه۔
په دې خپاره شوي رپورټ کې ويل شوي، په تېر نګران يا موقتي حکومت کې د ايراني تيلو په قاچاقبرۍ کې کموالی راغلی و، خو د 2024 د عام انتخاباتو پس اوسني حکومت له جوړيدو سره سم په لنډ وخت کې پکې زياتوالی راغلی دی۔
و ډيوه ته تر لاسه شوي د يادې ادارې 44 مخه رپورټ کې ليکل شوي، سيند صوبې ته 45 فيصده، پنجاب او خيبر پښتونخوا ته 25، 25 فيصده قاچاق کېږي۔
د ادارې له لوري دغه رپورټ د روان کال د مارچ پر څلورمه تيار شوی۔
رپورټ کې ليکل شوي، هر کال له ايران څخه پاکستان ته دوه اربه اتيا کروړه ليټره ايراني تېل قاچاق کېږي۔
د تيلو د قاچاک په لارو کې د چاغی ضلعې راجي، د واشک ضلعې جودر،د پنجګور ضلعې جیرک او چيدګي او په کیچ (توربت) ضلع کې د عبدوۍ ځمکنۍ لارې او یوازینۍ سمندري لاره د ګوادر ضلعې د جیوني په کنتاني ده۔
په رپورټ کې ويل شوي چې له 22 تر 26 میلیونو پورې خلک (د بلوچستان له 14 تر 16 فيصده خلکو معاش د ایران له دې تيلو سره تړلی دی۔ وايي زياتره هغه سيمو خلک دي چې له ترهګرۍ ځپل شوي دي۔
د ایران د تېلو په قاچاق کې د بلوچستان د اسمبلۍ د اوسنيو غړو، پخوانیو صوبايي وزیرانو او سیاستوالو په ګډون ۱۰۵ لوی قاچاقبران، د څلورو واړه صوبو ۱۰۰ نور حکومتي چارواکي او ۵۳۳ غیر قانوني پټرول پمپونه په ګوته شوي دي۔
په راپور کې راغلي چې د تیلو قاچاق پر بیلا بیلو چیک پوسټونو د امنيتي ځواکونو او د ګمرګ د مسوولينو له لاس وهنې پرته امکان نه لري۔
ځکه چې هره ورځ پر زياته کچه لیټره ایراني تېل د بلوچستان له اوتهل او لسبیله سیمو څخه کراچۍ او سند ته لیږدول کیږي۔
رپورټ ښيي چې د دوه میلیارده 800 ملیون لیټرو قاچاق کيدونکي ایراني تیلو څخه 95 سلنه د ځايي ټوکن یا غیر رسمي پرچۍ سیسټم په واسطه پاکستان ته راوړل کېږي۔
د پرچۍ دا نظام په کال 2021 کې د ایران پولې ته څیرمه د بلوچستان مکران او رخشان ډویژنونو کې پروت نيم پوځي ځواک فرنټير کور يا ایف سي او ضلعي انتظاميې په ګډه سره د خلکو لپاره شروع کړی و۔
دسرچينو له مخې دا دريم راپور دى چې د دغه خفيه ادارې لخوا دقاچاق په اړه تيار شوى دى۔
د تېر کال په سيپټمبر میاشت کې هم یو راپور د ایران د تېلو په قاچاقبرۍ کې ۲۹ سیاستوال، ۹۰ حکومتي چارواکي او ۹۹۵ پمپونه په نښه کړي وو۔
دا هم په ډاګه شوه چې د پاکستان دولتي تېلو " پي ايس او" موټر/ټينکرز هم د ایران د تېلو په قاچاق کې کارول کېږي. دغه رپورټ د وزیراعظم دفتر ته وړاندې کړی شوی چې له مخې یې د نگران حکومت په وخت کې په پراخه کچه کریک ډاون پیل شوی دی۔
سرچينې وايي، په تېرحکومت کې وزيراعظم ته د هغه کسانو ليسټ واندي شوی و، چې د ايراني تېلو په سمګلنګ کې لاس لرلی خو، يوار بيا د استخباراتي ادارې له خوا يو اوږد ليسټ خپور شوی چې په کې د بلوچستان ترڅنګ د پنجاب د ځيني سياستدانانو، ليویز او پوليس افسرانو نومونه راغلي دي
په رپوټ کې ويل شوي، په پاکستان کې شاوخوا يو زر پمپونه د ايراني تېلو کاروبار کوي او په دې کې نوي فيصده سرکاري افسران او نهه ويشت فيصده سياستدانان لاس لري۔
په بلوچستان کې ايف سي يا ملېشه ځواک د افغانستان او ايران پرسرحدونو د څارني ذمه واري پرغاړه لري، او په تېرو وختونو کې د تجارانو له خوا پر ياد ځواک د رشوت اخيستلو تورونه لګول شوي وو۔
خو د استخباراتي ادارې په خپاره شوي رپوټ کې د ايف سي ذکر نه دی شوی۔
په اوسني خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي، د بلوچستان په پينځو ضلعو کې له ځمکنۍ لارې او له سمندري لارې هره ورځ نهه اتيا لکه ليټره ايراني تېل پاکستان ته راوړل کېږي۔
چې اوويا فيصده د ايراني تېلو استعمال له بلوچستان پرته د پاکستان نورو صوبو کې کېږي۔
د 44 مخونو په رپوټ کې ويل شوي، چې تېرکال د تېلود سمګلنګ اندازه يو کروړ ليټره لګول شوې وه۔
خو نګران حکومت د دې پرضد ګامونه اخيستي وو او تر نيمايي يې دا قاچاق کنټرول کړی و خو په اوسني حکومت کې قاچاق اووه شپېته فيصده نور زيات شوی دی۔
په رپوټ کې د ذکر شوي کسانو کې د نيمايي کسانو تعلق له بلوچستان سره، د شپږويشت له پنجاب سره، د دولس له سند صوبې او اتو تعلق له پښتونخوا سره دی۔
په رپوټ کې ويل شوي، د ايراني تېلو د قاچاق په نتيجه کې د لاس ته راتلونکې امدنۍ يوه برخه ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ وسلوالو ډلو ته هم ځي۔
ايران د اقتصادي بنديزونو له امله له نړۍ سره رسمي تجارت نه شي کولای ځکه په غيرقانوني توګه خپل تېل سمګل/خرڅوي۔
د کوټې چيمبراف کامرس غړی محمد ايوب مرياڼي په وينا،
" د پاکستان او ايران حکومتونه بايد د رسمي تجارت لپاره لاره هواره کړي، ولې چې د ناقانونه تجارت تر ګټه زيان زيات دی"۔
د مريانې په وينا،
"د دواړو ملګونو د کلني تجارت حجم تر يو ارب ډالرو نه دی زيات شوی، که څه هم دواړو هيوادونو د تجارت حجم تر پينځه ارب ډالرو او اوس خو يې تر لس اربه ډالرو د رسولو ژمنه کړې ده"۔
تېرکال د ايران په ميرجاوه ښار کې د پاک ايران بارډر کمېټۍ غونډه شوې وه، چې په کې د سمګلنګ پر بندولو خبرې شوې وې۔
په دې وروستيو کې د پاکستان او ايران ترمنځ د سرحدي پېښو، د سرحدي او دفاعي نظام د پياوړي کولو او د ايراني تېلو د قاچاق خبرې ډېرې تودې او د رسنيو د پام وړ ګرځېدلې دي۔
پاکستان ته په تېره اپريل مياشت کې د ايران صدر په خپل سفر کې اعلان کړی و،چې د تجارت حجم به کلنی لس اربه ډالرو ته غځوي۔
تېرکال د يو ارب په اندازه قاچاق شوي د تېلو څوارلس فيصده د پاکستان د تېلو کمي پوره کړې وه۔
په تازه رپورټ کې ويل شوي چې د دې له امله د پاکستان خزانې ته يې د اته سوه شل ميليون ډالرو زيان رسېدلی۔

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG