لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مارچ د میاشت 21 نېټه د ځنګلاتو نړیواله ورځ ده، ماهرین وايي په پاکستان کې ځنګلونه په چټکتیا کمېږي


د خېبرپښتونخوا د ځنګلونو او د موسمي بدلون د محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د بېلابېلو منصوبو په زریعه ځنګلونه رقبه د 20 فیصد نه تر 25 فیصد رسول شوې ده
د خېبرپښتونخوا د ځنګلونو او د موسمي بدلون د محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د بېلابېلو منصوبو په زریعه ځنګلونه رقبه د 20 فیصد نه تر 25 فیصد رسول شوې ده

ملګرو ملتونو د مارچ د میاشت 21 نېټه د ځنګلاتو نړیواله ورځ ټاکلې ده چې خلک د ځنګلونو او د اونو بوټو په اهمیت خبر شي، په پاکستان کې هم دا ورځ لمانځل کېږي خو ماهرین وايي په هېواد کې ځنګلونه، چې زیاتره په خېبرپښتونخوا صوبه کې دي، هرکال کمېږي او په لويه کچه غوڅول کيږي.

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ په کال 2013 کې یو قرارداد منظور کړو او د مارچ د میاشت 21 نېټه يې انټرنېشنل ډی اف فارېسټس یا د ځنګلانو نړیواله ورځ وټاکله.

په پاکستان کې د ټولو نه زیات قدرتي ځنګلونه په خېبرپښتونخوا کې دي خو ماهرین وايي د ځنګلات د یو شمېر خطراتو سره مامخ دي.

د خېبرپښتونخوا د ځنګلونو او د موسمي بدلون د محکمې چارواکي وايي په صوبه کې د بېلابېلو منصوبو په زریعه ځنګلونه رقبه د 20 فیصد نه تر 25 فیصد رسول شوې ده.

چارواکي وايي په پښتونخوا کې د هغو خلکو په ضد ګامونه اخیستل کېږي چې ځنګلات لمينځه وړي.

د پښتونخوا ځنګلاتو او موسمي بدلون د محکمې چارواکې زهره نګار وايي "د خلکو ذهنونو کې دا يوه غلطه خبره پرته ده چې دلته ځنګلات کم دي خو زمونږ صوبه کې د نورو صوبو نه ځنګلات زيات دي."

مېرمن نګار وویل "زمونږ صوبه اولنۍ صوبه ده چې بلين سونامي پروژه يې عملي کړه او کاميابه شوه او بيا نورو صوبو کې هم پېل شوه او پس د هغې نه بلين سونامي پروژه راغله۔ مونږ په دې کې بوټي او نرسيانې لګولي دي."

زهره نګار د هغه منصوبې ذکر کولو چې پخواني وزیراعظم عمران خان په پاکستان کې اونو نالولو دپاره شروع کړې وه.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې ورلډ فوډ اېنډ اېګريکلچر ارګناېزېشن په خپل يو وروستي رپورټ کې ويلي په پاکستان کې د پينځه فيصد نه په کمه ځمکه ځنګلات دي او د ځنګلاتو له منځه وړلو کچه د يو فيصد نه هم زياته ده.

په پېښور کې د پاکستان ځنګلاتو ادارې او يو اېن ډي پي ګلاف ټو پروژې د ځنګلاتو نړيواله ورځ ولمانځله.

د ځنګلونو د نړی والی ورځ په مناسبت د مردان په عبدالولی خان پوهنتون کی هم طالب علمانو، استاذانو او د مدنی ټولنی فعالانو لاریون اوویستو او په عملی توګه یې د پوهنتون دننه بوټی نال کړل. انتظام کوونکو وویل ځنګلونه په انسانی ژوند کی مهم کردار لوبه وی او اونې بوټي انسانانو او حیواناتو ته د ساه اخیستلو دپاره اکسیجن، خوراک او د سر پناه نه علاوه د ماحولیاتی بدلون او د موسمي تودوخي نه انساني ژوند محفوظ ساتي.

د پېښور دستورې ته ګډون والو ووېل ځوانانو ته پکار ده چې د ځنګلاتو په اهمیت او په ټولنه کې د موسمي بدلون د بدو اغېزو نه خلک خبر کړي.

پاکستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې شمارل کېږي چې د موسمي بدلون د بدو اغېزو نه زيات اغېزمن کېږي او د دې له کبله د 2022 کال سختو بارانونو او سېلابونو په هېواد کې 30 مېلین خلک اغيزمن کړي وو.

د مردان د عبدالولي خان یونېورسټۍ پروفېسر ډاکټر محب شاه وايي انسانان اونې بوټې نه نه یوازې په دوایانو کې استعمالوي بلکې اونې دوایانې د انسانو او ځناورو دپاره مضر کاربن ډایی اکسایډ ګېس جذب کوي او فضا په صفا ساتلو کې مرسته کوي.

په عبدالولی خان پوهنتون کی طالب علمانو، استاذانو او د شهري حقونو فعالانو په ګڼ تعداد کی د یونېورسټۍ دننه اونې او بوټي نال کړل.

د هیومن ډویلپمنټ فاونډیشن نومې تنظیم مقامي مشر اسحاق خان وايي ځنګلونه په انسانی ژوند کی اهمکردار لري او د موسمي بدلون، د نړیوالې تودوخي، په ځمکه کې د اوبو سطح د لاندې کېدو او د هوا د خیچن والي په شان مسلو په حلکې زیاتې اونې کرل مرسته کولی شي.

د ملګری ملتونو ترمخه د یو هیواد د مجموعی رقبی په 32 فیصده برخه پکار ده چې ځنګلونه موجود خو په پاکستان کی د مجموعي رقبې په 5.7 فیصده برخه ځنګلونه دي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG