لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د بارانونو له کبله پېښو اووه تنه مړه کړي او نهه ټپیان او فصلونه یې زیانمن کړي


د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او ږلۍ له وجې په بېلابېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي او نهه ژوبل شوي دي او د غنمو فصل ته نقصان رسېدلی دی.

کروندګر وایي د بې وخته بارانونو له وجې د تېر کال په څېر امکان لري سږ کال هم غنم تش پاتې شي او هغوی تاوانونو سره مخ شي.

پوهان وایي د موسمي بدلون له وجې په وخت بارانونه نه کیږي او امکان لري روان کال د غنمو د پیداوار هدف پوره نه شي. اقتصادي پوهان وایي پاکستان ته به بیا د بهر هېوادونو نه غنم درآمد کول وي او دې سره به د زرمبادله په ذخیره باندې فشار سېوا کیږي.

د مردان 60 کلن تعویذ ګل د باران وروسته د غنمو فصل کتو ته راغلی او د خپلو ورېرونو سره په ګډه د غنمو د فصل نه اوبه بهر اوباسي. دی وایي لکونه روپۍ یې په فصل لګولې دي خو د بارانونو له وجې د غنمو فصل ته نقصان رسېدلی او اندېښمن دی چې دغه تاوانونه به یې پوره نه شي:

"سږ کال تخمونه هم ډېر ګران وو ډی ای پي خاوره کم حد ته رسېدلې، په 14000 روپۍ یوه بوجۍ ده، 22 جریبه غنمو ته مې د زراعتو د ماهرینو په خوله سرې اچولې او فصل هم ښه شوی خو غنم پرېوتل او مونږ ته هغه خپلې پیسې هم نه کوي".

د پاکستان د خوراک وزارت د روان مالي کال 2023-24 دپاره د غنمو د پیداوار هدف 32.2 میلينه ټنه مقرر کړی، تېر کال د غنمو د پیداوار هدف 28 ملينه ټنه هم نه وو پوره شوی.

اقتصادپوهان وایي په نړیواله کچه د موسمي بدلون له وجې په وخت بارانونه نه کیږي او بیا په پاکستان کې کروندګرو ته په وخت او ارزانه بیه سرې هم نه دي ورکړل شوې. پوهان وایي د بی وخته بارانونو له وجی امکان لري په پیدوار منفي اغېز وشي.

د مردان ډګري کالج د باټني څانګې مشر ډاکټر محمد اسماعیل وایي، "بارانونه د کروندې په وخت ونه شي نو زرغونه فصلونه متاثره شي او په دې وخت کې چې د ګلونو وخت دی، د دانې وخت دی او پرون ږلۍ هم شوې دا خراب شو نو په پیداوار به ضرور اثر پرېوزي".

سرکاري شمېري ښیي د روان مالي کال په دویمه درې میاشتنۍ برخه کې مجموعي یو فیصد پرمختیا شوې چې پکې تر ټولو زیاته د زراعت په څانګه کې تر پینځه فیصده زیاته ده او حکومت دعوې لري روان کال د فصلونو پیداوار زیات دی.

اقتصادپوهان وایي که د غنمو د پیداوار هدف کم شي نو بیا به پاکستان غنم د بهر هیوادونو څخه درآمد کوي.

اقتصاد پوه ډاکټر ذلاکت خان وایي "کوم څیزونه چې مونږ د بهر نه راغواړو د هغې دپاره مونږ ته د غیرملکي زرمبادله ضرورت وي او دا بیا په غیر ملکي زرمبادله ذخیره فشار اچوي او هغه کمیږي ځکه چې د درامداتو او برآمداتو تر منځ فرق زیات دی".

د خوراک وزارت وایي د پاکستان مجموعي د غنمو ضرورت 30 میلينه ټنه نه زیات دی او د روان کال دپاره د پنجاب صوبې دپاره 22 ملينه ټنه، د سیند دپاره 4 میلينه ټنه، د پښتونخوا دپاره 1.4 او د بلوچستان صوبې دپاره پیداواري هدف 1.3 میلينه ټنه مقرر کړی شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG