لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د لادرکه بلوچ زدکوونکو په مقدمه کې عدالت ته بلل شوی


يورپین یونین پاکستان سره د تجارت په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ جاري شوي یو رپورټ کې د خلقو په زوره بې درکه کولو کې ککړو خلکو ته  سزا د نه ورکېدو مسله هم راپورته کړه
يورپین یونین پاکستان سره د تجارت په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ جاري شوي یو رپورټ کې د خلقو په زوره بې درکه کولو کې ککړو خلکو ته  سزا د نه ورکېدو مسله هم راپورته کړه

د لا درکه 55 بلوچ زدکوونکو لپاره د جوړ کمېشن په سپارښتنو د عمل درامد په اړه د يو خواست د اورونې په مهال د اسلام اباد های کورټ نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د نومبر په 29 نېټه عدالت ته بللی دی او یورپين یونین په پاکستان کې د خلکو په زور د بې درکه کېدو په مسله تشویش څرګند کړی دی.

يورپین یونین پاکستان سره د تجارت په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ جاري شوي یو رپورټ کې د خلقو په زوره بې درکه کولو کې ککړو خلکو ته سزا د نه ورکېدو مسله هم راپورته کړه اؤ دا يې هم وویل چې د کال 2008 نه تراوسه پورې د سول حکومتونو باوجود پوځ د پاکستان سیاست اؤ معیشت کې لوې کردار لوبولې دی.

په اسلام ایاد های کورټ کې د لادرکه بلوچ زدکوونکو په اړه د مقدمې د اورونې په مهال عدالت د وزیراعظم کاکړ نه علاوه د کورنیو چارو نګران وزیر، د دفاع او کورنیو چارو سېکرېټريان هم طلب کړي دي.

د اسلام اباد هاى کورټ جج جسټس محسن اختر کياني وېنا وه چې د بلوچ طالب علمانو د کمېشن د سپارښتنو ترمخه 55 لا درکه بلوچ زده کونکي دې عدالت ته پېش کړي شي ګني بيا دې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ پېش شي. جج وویل حکومت ته اووه ورځې وخت ورکوي او باید چې د کمېشن په سپارښتنو عمل وشي.

د لا درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مشر قدير بلوچ وايي د بلوچ طالب علمانو په اړه کمېشن اسلام اباد هاى کورټ د سردار اختر مېنګل بلوچ په مشرۍ کې جوړ کړې و. د بلوچستان د دورې وروسته کمېشن خپل سفارشات عدالت ته هم ورکړي خو د قدیر بلوچ په خبره د بده مرغه په هغو سفارشات عمل و نه شو.

قدیر بلوچ وویل د لا درکه کسانو مسله وزیراعظم نه شي حل کولی " خو زما په خيال ددې ستونزې هوارې د هغه د وس کار نه دې، که د پوځ سر لښکر او د اي اېس اي مشر وغواړي نو د لا درکه بلوچ زده کونکو دا مسله په مياشتو، ورځو کې نه بلکې په ګنټو کې حل کېدې شي."

د لا درکه بلوچانو او د پښتنو د حقونو فعالان د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو الزام لګوي چې خلکو په جبري توګه نیسي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدی شي لا درکه تنان بلوچ بېلتون پاله وسله والو ډلو سره شامل شوي وي، قانون نافذ کونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا افغانستان ته تښتېدلي وي.

د لا درکه بلوچ زدکوونکو په مقدمه کې د اسلام اباد های کورټ جسټس محسن اختر کياني وینا دا مسله وزیر اعظم ته لېږل شوې وه او وزیر اعظم ته په خپله احساس پکار دی چې ووايي چې دا بلوچ زده کونکي "زموږ بچيان دي" او مسله يې حل کړی وی.

د لا درکه تنانو په قضيو نظر ساتونکي خبريال مطيع الله جان وویل د وزير اعظم انوارالحق کاکړ عدالت ته پېشۍ سره به دا ستونزه حل نه شي او دا مسله د عدالتونو لپاره هم يو ازمېښت دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG