لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بشري مرسته کوونکي: له رفح ښاره په خوندي توګه د خلکو ایستل امکان نه لري


په غزه پټۍ کې د بشري مرستو کارکوونکو او طبي ماهرینو د چارشنبې- شورو په ورځ خبرداری ورکړی چې په رفح کې د اسرایل بشپړ پوځي عملیات به یو ناورین جوړ کړي او وایي په داسې حال کې به د ملکي خلکو خوندي او په یو ځای ایستل امکان ونه لري.

د تېر کال په اکتوبر کې پر اسرایل د حماس تر برید وروسته د غزې خلکو ته جنوب ته د وتلو امر وشو او اټکل کیږي چې 1.3 میلین فلسطینیانو له هغه راهیسې په رفح کې پناه اخیتسې چې یو وخت یواځې د شاوخوا دوه نیم لکه خلکو کور وو.

اسرایل د دوشنبې- ګل په ورځ د رفح په ختیځ کې پر 30 کیلومیټره مربع سیمه باندې پاڼې وغورځولې او اوسېدونکو ته یې پکې امر وکړ چې د المواسي ساحلي ښار ته لاړ شي.

ملګرو ملتونو د اسرایل پر دې خبرداري اندېښنه ښکاره کړې او وایي په المواسي سیمه کې لا له وړاندې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه ده او هلته خوندي او د اړتیا وړ بشري خدمتونه نه شته.

په غزه کې د برتانیې د یوې مرستندویه ډلې اکسفېم ویاندې غدا الحداد ویلي، خلک نه پوهیږي چېرې لاړ شي، ځکه چې وایي په ټول المواسي او د دیر البلاح په مرکزي ښار کې هر ځای خېمې درول شوې دي.

الحداد له ډاکټرانو او د بشري مرستو د ځینو ادارو له کارکوونکو سره د ګډي خبري غونډې په وخت خبریالانو ته وویل:

"حتی د سړکونو پر څنډو، پر پیاده لارو، په کوڅو کې، په هدیرو کې، د روغتونونو په انګړ کې، د سکولونو په انګړ کې هر ځای خېمې لګول کیږي".

د ماشومانو د نړیوالې ادارې سېو دي چلډرن د بشري وکالت او پالیسۍ مشرې الیګزنډرا سایح خبریالانو ته وویل، خلک اووه میاشتې جګړې دومره خراب کړي چې د ماشومانو په ګډون ډېری معذوره یا کمزوري شوي او دومره توان نه لري چې په پښو له رفح بیا کډه شي:

"ماشومان او لویان دومره وږي دي چې په سختۍ سره تګ کولی شي، دا خلک حتی دومره نه شي کولای چې پاڅي او روان شي او بلې سیمې ته کډه شي."

د فرانس د یوې خیریه ادارې «مېدیسنز دو موند (د نړۍ ډاکټران) د نړیوالو عملیاتو مشره هیلینا رانچل د لوېدیځې غاړې له نابلس ښاره رسنیو ته وویل، "د خوندي ځای خبره دروغ ده، په غزه کې نور هیڅ خوندي سیمه نه شته."

اسرایل د دوشنبې- ګل په ورځ د رفح په ختیځ کې د حماس پناه ځایونه په نخښه کړل او د رفح پوله یې هم په خپله ولکه کې واخیسته، چې غزې ته د بشري مرستو د ننوتلو اصلي ځای دی او له هغه راهیسې تړل شوی دی.

د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګېلنټ د سه شنبې- نهې په ورځ خپلو پوځیانو ته وویل د رفح عملیات به تر هغه وخت دوام وکړي چې "موږ په رفح او ټوله غزه کې حماس ختم کړی نه وي او یا مو یرغمل شوي بیرته راستانه کړي نه وي."

بشري مرسته کوونکي وايي که په رفح ښار کې حتی بشپړ پوځي عملیاتو هم ونه شي، د پولو بندول او د د تېلو په ګډون د رسد د ننوتلو مخه نیول د دوی د مرستې عملیات په نیزدې موده کې د سقوط له خطر سره مخ کولای شي.

د کډوالو د نړیوال تنظیم رفیوجي انټرنېشنل مشر جیریمي کونینډیک وایي د مرستې ټولې چارې په تېلو چلېږي خو وایي که د تېلو ورتګ قطع شي د مرستې ټولې چارې به ودرېږي او دا به په چټکۍ سره سقوط وکړي:

"د دې معنا دا ده چې اوبه به نه وي، په روغتونونو کې بلبونه بل نه شي ساتل کېدی او ګاډي مرستې نه شي وېشلی."

ښاغلي جیریمي وویل نه یواځې د غزې په شمال کې بلکې په مرکزي او جنوبي غزه کې هم د لوږې له کبله د کاختۍ خطر په زیاتېدو دی. وایي "که د رفح عملیات پيل شول، دا به یقینا هر څه ختم کړي، ځکه چې د مرستې عملیات به وردیږي او بیا به موږ د لوږې له لاسه مرګونه وګورو."

ډاکټران او مرستندویه کارکوونکي د اوړي د ګرمۍ په اړه هم اندیښمن دي. په تېرو درو ورځو کې ګرمي د سنټي ګرېډ په کچه 37 درجې ته رسېدلې. دوی وايي د څښلو پاکې اوبه له وړاندې لا کمې دي او سخته ګرمي به د اوبو د کمي له کبله د خلکو د مړینې لوی سبب شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG