د لبنان د ایران پلوه عسکري تنظیم حزب الله په حمله کې 14 اسرایلي عسکر ټپیان شوي، چې د شپږو روغتیايي حالت پکې نازک ښودل شوی دی.
د رویټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې حزب الله د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اسرایل په شمالي سیمه کې پر پوځي تاسیساتو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو برید کړی اؤ دغو تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د اسرایل پوځ هم د حزب الله برید تایید کړی او ویلي یې دي چې له لبنان څخه ټانک ضد توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د عرب الارامشی سیمه کې د پوځ یو مرکز په نښه کړی دی.
د اسراييلي پوځ په وينا په بريد کې 14 پوځیان ژوبل شوي، چې د شپږو پکې حالت نازک دى.
د اسرايل دځايي خبري ویبپاڼې "وایي نیټ" په وينا، اسرایلي پوځیان د بريد پر مهال په یو کلي کې په ټولنیز تالار(کمیونټي هال) کې راغونډ شوي وؤ.
حزب الله وايي، وروستی برید یې د سه شنبې په ورځ د اسراییلو د عملیاتو غچ دی چې د دې سازمان د یوه قوماندان په ګډون پکې درې تنه وژل شوي وؤ.
د اسرایل هوايي ځواکونو د چهارشنبې په شپه د لبنان په ختیځ بعلبک کې د حزب الله په مرکزونو بریدونه وکړل. خو په ځوابي اقدام کې د اوښتو زیانونو جزیات نه دي په ډاګه شوي.
د غزې د جګړې له پيل راهيسې د لبنان پولې ته څېرمه د اسرايلي ځواکونو او حزب الله ترمنځ نښتې روانې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د شپږ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې ۳۷۰ تنه لبنانیان وژل شوي، چې پکې ۲۴۰ تنه د حزب الله جنګیالي او ۶۸ تنه پوځیان او ملکي وګړي دي.
خو د حزب الله وروستی اقدام په داسې وخت کې شوی چې د ایران او اسرایلو ترمنځ شخړې زور نیولی دی.
ایران د اپرېل په 13مه پر اسرایلو له 300 د ډېرو بې پیلوټه الوتکو او میزایلو برید کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې دا عملیات یې په دمشق کې د دوی پر سفارت د برید په ځواب کې کړي دي.
د اپریل په لومړۍ نیټه د ایران پر سفارت د برید په پایله کې د ایران د سپاه پاسداران د لوی قومندان برید جنرال محمد رضا زاهدي په ګډون اووه تنه ووژل شوي وؤ.
ایران د برید پړه پر اسرایلو اچولې وه خو اسرایلو دا برید نه تایید کړی او نه یې هم رد کړی دی.
د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د شنبې په ورځ د ایران د برید په ځواب کې ژمنه وکړه چې له ایران به بدله واخلي.
له بلې خوا د امریکې په ګډون نورو هېوادونو د نیتن یاهو له حکومته د زغم غوښتنه کړې او وېره يې څرګنده کړې چې تهران نه د بدل اخستو عملیات به په سيمه کې د جګړې لامل شي.
(ددې رپورټ مواد د رویټرز څخه اخستل شوي دي)
Forum