لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هلمند کې د جګړې پر مهال د یوې کورنۍ ۱۱ کسان وژل شوي


Sangin, Helmand province, Afghanistan
Sangin, Helmand province, Afghanistan

د افغانستان په هلمند ولایت کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړې پرمهال د یوې کورنۍ ۱۱ غړي نن هغه مهال ووژل شول کله چې یې په کور باندې یو بم پرېوته.

پېښه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې ددې پېښې مسولیت د جګړې په کومه غاړه دی.

د طالبانو یوه ویاند تور لږولي چې دغه بم امریکايې ځواکونو د هوايې بریدونو پرمهال غورځولی او ادعا کوي چې پدې پېښه کې لږ تر لږه ۲۳ ملکي وګړي وژل شویدي.

د متحده ایالاتو د پوځ ویاند جنرال چارلس کلیولنډ دا ومنله چې د پنجشنبې د ورځې راهیسې یې په سنګین کې هوايې بریدونه ترسره کړیدي. ده وړاندې وویلي مونږ د ملکي وګړو د وژل کیدو له ادعاو خبر یو او هره ادعا به په جدي توګه وڅیړو او مونږ به له افغان سرتیرو سره هم ددغې پېښې د ټولو اړخونو په اړه خبرې وکړو.

خو نوموړي د وسلوالو مخالفینو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې دغه هوایې برید د ‌بي ۵۲ الوتکو په واسطه ترسره شوی دی.

طالبان په سنګین ولسوالۍ باندې د تیرو دوو اونیو راهیسي په پرلسپې توګه بریدونه کوي چې د امنیتي ځواکونو یوشمیر پوستې یې نیولې او تر لسو زیاتو افغاني سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو قومندان جنرال نیکولسن د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سېنټ دفاعي کمیټۍ ته د خپلو خبرو پرمهال د هلمند د جګړې پخلۍ کړی دی.نیکولسن ویلي وه چې له بده مرغه په سنګین کې دا مهال جګړه روانه ده چې زمونږ یو سرتیری هم پکې په ژوره توګه ژوبل شویدی.

نوموړي وړاندې وویل هلمند ته به په را روان پسرلي کې ۳۰۰ امریکايي سرتیري واستول شي ترڅو له افغان ځواکونو سره د هغو سیمو په بیرته نیولو کې مرسته وکړي کومې چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوستي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG