د ایران او اسرایل د شخړې له زیاتېدو سره د اوو صنعتي هېوادونو G7 د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران د نویو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی او نن د اپرېل پر 19مه یې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.
د G7 په بیان کې ویل شوي، "د اپریل د 19مې د بریدونو د رپوټونو په رڼا کې، موږ له ټولو خواوو غواړو چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي. G7 به دې کار ته دوام ورکړي."
د ایټلي، برتانیې، امریکې، فرانس، جرمني، جاپان او کېنېډا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې دوی "له ایران او ورسره تړلو ډلو غواړي چې خپل بریدونه ودروي."
د G7 هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ایټلي په کېپري ټاپو کې له غونډې وروسته وویل، "موږ به د ایران حکومت د خپلو ناوړه او ناارامۍ جوونکو کړنو حساب ورکولو ته اړ کړو."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ایران باندې د اسرایل د هوايي برید د رپوټونو په اړه ویلي چې په دې اړه کره معلومات نه شته.
بلینکن د G7 د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له ګډون وروسته خبري غونډې ته وویل:
"زه د پېښو د راپورونو په اړه خبرې نه کوم... زه یواځې دومره ویلای شم چې زموږ او د G7 د ټولو غړو هڅه او تمرکز د تاوتریخوالي پر کمولو باندې دی."
بلینکن وویل امریکا د یرغل په هیڅ قسم بریدونو کې لاس نه لري، وایي د امریکې او د G-7 هیوادونو توجه د ممکنه شخړې مخه نیول دي او د هر قسم تاوتریخوالي کمول دي:
"تاسو ولیدل چې اسرایل باندې بریدونه وشول، او بې شکه مونږ دا یقیني کوو چې اسرایل په موثره توګه خپله دفاع وکړي خو ورسره دې د شخړې له زیاتېدو او جنګ نه ډډه وکړي".
که څه هم ایران پر خپله خاوره د اسرایل برید ردوي او وایي یواځې په اصفهان ښار کې یې درې ډرون ویشتلي خو د امریکایي رسنیو په ګډون د ایټلي د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني هم نن د G7 غونډې ته ویلي چې اسرایل پر ایران تر برید مخکې امریکا خبره کړې وه.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.
Forum