لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوو میاشتو کې په پاکستان ملکي اؤ بهرني پورونه نور هم شپږ فیصده سېوا شوي


د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په اوو میاشتو کې حکومتي، مقامي او غیرملکي قرضې شپږ فیصده زیاتې شوې دي.

اقتصادپوهان وایي پاکستان سره د غیر ملکي زرمبادلې کمی دی، کرنټ اکاونټ خساره زیاتیږي او د قرضو د بېرته ستنولو دپاره پاکستان نورې قرضې اخلي.

اقتصا پوهان په دې نظر دي چې د خپل اقتصاد په پښو د وردرولو لپاره باید پاکستان خپل امدن زیات کړي ،په برآمداتو کې اضافه وکړي او خپل لګښتونه راکم کړي.

د پیښور پوهنتون استاد پروفیسر ډاکټر سجاد احمد وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویل د یو خاص حد پورې پورونه ترلاسه کول جواز لري خو که د حکومت نه د کرنټ اکاونټ خساره پرله پسې په بره روانه وي نو دا بیا د ملک په نقصان تمامیږي.

دهغه په خبره "په یو خاص حد کې دننه قرضې اخستل باک نه کوي،خو که مسلسل حکومت د کرنټ اکاونټ خسارې سره مخ وي او مسلسل ستا نه ډالر بهر ته ځي نو بیا دې سره ګراني هم سیوا کیږی، د زرمبادلې ذخیره هم کمیږي او د روپۍ په قیمت هم منفي اثرات کیږي"

سټیټ بینک وایي د روان مالي کال 2023م او 24م په اووه میاشتو کې د جولاي نه تر جنورۍ پورې مجموعي قرضې 64842 اربه روپو ته زیاتې شوې دي.

یاد بینک وایي، تېر مالي کال هم په دې موده کې مجموعي قرضه 60841 اربه روپۍ وه او اوس په دې کی 4000 اربه روپۍ اضافه شوې ده.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان د بجټ نیمایي برخه د قرضو په ستنولو کې لاړه ځي او د پرمختیایي پروژو لپاره زیات رقم نه پاتې کیږیي .

اقتصاد پوهان وایي ددې صورتحال نه د وتلو لپاره به حکومت له خپل امدن زیاتول وي.

د اقتصاد استاذ ډاکټر فهیم نواز وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل"دپاکستان زیاته خرچه په قرضو د سود په ورکړه کې لاړه شي اؤ هر کال دا زیاتیږي، هغه قرضې واپس نه کړی شي بیا نورې قرضې واخلي، ددې یو مستقل حل پکار دی او حل یې هم دادی چې حکومت ټيکسونه زیات کړي او مالیا به هله زیاتیږی چی د خلکو امدن سیوا شي"

د مرکزي بینک د شمیرو ترمخه مقامي قرضې په اووه میاشتو کې د 38 ټریلینه روپو نه 42 ټریلینه روپو ته رسیدلي او غیر ملکي قرضیې 22 تریلینه روپو نه 22.21 ټریلنه روپو ته لوړې شوې دي.

اقتصاد پوهه ښاغلی سجاد احمد وایي، د ډالرو د خپل ضرورت پوره کولو لپاره باید پاکستان خپلې اقتصادي پرمختیا ته پام وګرځوي.

"پاکستان سره چې ډالرز نه وي نو د ضرورت شیان لکه دوایانې اؤ خوارکي تیل نه شي ترلاسه کولی ، پاکستان ته هر وخت د ډالرو ضرورت وي ددې دپاره پاکستان اقتصادي پرمختیا ته اړتیا لري او دا چې باید خپل پیداواري صلاحیت زیات کړي اؤ څیزونه په بهرنیو هیوادونو خرڅ کړي".

روانه میاشت پاکستان ته د چین دوه اربه ډالره قرضه هم ستنول دي خو د خزانې وزارت وایي ددې قرضې د ستنولو د مودې سیوا کولو لپاره د چین حکومت پاکستان سره سلا شوی دی.

څیړونکي وایي د پاکستان اؤ ایي ایم ایف د دریوؤ اربو ډالره د پور لوظنامه په اپریل کې سرته رسي خو پاکستان به یو ځل بیا د پور ترلاسه کولو دپاره ایي ایم ایف ته ځي .

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG