لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وايي د کمربند او سړک تر نامه لاندې نوښت یې سیاسي موخه نه لري


د چین صدر شي جنپینگ د خپل روسي هم منصب ولادیمیر پوټن میلمستیه وکړه
د چین صدر شي جنپینگ د خپل روسي هم منصب ولادیمیر پوټن میلمستیه وکړه

د چین ولسمشرشي جېنپینګ وايي د کمربند او سړک د جوړښت تر نامه لاندې د دوه ورځنۍ غونډې ګډونوالو هیوادونو په یوه اکشن پلان باندې موافقه وکړه چې ۲۷۰ موخې پکې کتار شویدي.

د غوندې په پای کې د چین مشر وویل د بیجنگ پدغې سرمشریزه کې یو داسې سند لاسلیک شو چې له مخې به یې یو ازاد نړیوال اقتصاد وده وکړي، نړیوال کیدل یا ګلوبلایزیشن به ورسره متوازن شي او سوداګریزه ازادي به ورسره لا خوندي شي.

د کمربند او سړک تر نامه لاندې د زې له دغه نوښت سره به چین د سیمې له ګڼو نورو هیوادونو سره په سمه توګه ونښلول شي.

پدغه نوښت کې د ورېښمو د تاریخي لارې بیا پرانستنه هم شامله ده.

د چین لخوا له دغه نوي اقدام څخه څرګندېږي چې چین غواړي په نړیوالو چارو کې لا ستر رول ولوبوي.

شي ویلي د چین همکاري به د ایډیالوژۍ پر بنسټ نه وي او دا نوښت یې د سیاسي اجندا د پرمخ بیولو لپاره هم نه دی.

ده وړاندې وویل چې د کمربند او سړک تر نامه لاندې ددغې پروژې لګښت خورا زیات دي او د اړوندو هیوادونو مرسته پدې برخه کې اړینه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG