لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین یوه سیمه یوه لار پروژه او دنړۍ اندیښنې


چین د کمربند او سړک په نامه د خپلې لومړنۍ سرمشریزې بریالیتوب ته خوشحاله دی خو د نړۍ لوې طاقتونه / هیوادنه دغې سوداګریزې پروژې ته اوس هم د شک په سترګه ګوري.

ددغې پروژې لګښت یو ټریلیون ډالرو ته رسیږي.

څیړونکي وايي که څه هم ددغه پلان هدف مخ پر ودې هیوادونه دي خو چین دا فرصت له لاسه ورکړ چې پرمختللي هیوادونه هم پکې ښکیل کړي.

د چین د اقتصاد او سوداګرۍ د مرکز یوه چارواکي اتن کریمز فلډ وویل دا به غوره وه چې د ۲۹ هیوادونو د مشرانو ترمنځ ددغې پروژې د سند د لاسلیک پرمهال د نړیوال بانک، ملګروملتونو او د پنګو نړیوالې ادارې مشران هم موجود وه.

هغه وویل د سند په لاسلیک کولو سره دوي د پیکنګ د دغې پروژې ملاتړ وکړو خو دا بریا ډیره علامتي بڼه لري.

ده وړاندې وویل چې ایا دا پروژه د رښتینو اقتصادي همکاریو په اړه ده او یا دا چې تر شا یې ستر مقصدونه دي په خاصه توګه د ازادې سوداګرۍ په اړه مذاکرات چې بیا نو باید په نویو پالیسیو هم غور وشي.

له شک پرته چې تر شا یې ستر اهداف نشته بلکه د ټول سند په متن کې ۱۶ ځله د اقتصادي ودې، هڅونې او پراختیا یادونه شوېده.

پدغه سند کې ملګروملتونو پورې تړلو یوشمیر مسلو یادونه هم شوېده لکه غربت او په ښکاره پکې ویل شویدي چې ټولې خواوې باید پکې برخه واخلي.

د اقتصادي اړخ ترڅنګ دا پروژه سیاسي اړخ هم لري په ځانګړې توګه د کورني سیاست په برخه کې.

د روان کال په وروستیو کې به د چین د مشرتابه د ادلون بدلون په برخه کې خلک رایه ورکوي او ولسمشر زي غواړي چې په نړیواله کچه دغه لاسته راوړنو څخه پدې برخه کې کار واخلي چې قدرت له خپل کمونست ګوند سره وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG