لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: په رفح کې پوځي عملیات به د ملکي خلکو دپاره ویرونکې نتېجې ولري


د اپرېل د لسمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې فلسطینیان په رفح ښار کې د ويجاړ شوي الفاروق جومات سره د اختر لمونځ ادا کوي
د اپرېل د لسمې نېټې په دې تصویر کې لیدل کېږي چې فلسطینیان په رفح ښار کې د ويجاړ شوي الفاروق جومات سره د اختر لمونځ ادا کوي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي د صدر جوبایډن حکومت په د فلسطيني غزه سیمې په رفح ښار کې د لویو پوځي عملیاتو ملاتړ نه شي کولی. د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د ډیر وخت راهسې وايي د فلسطیني مسلح ډلې حماس د ختمولو دپاره به په رفح کې عملیات کوي.

بلېنکن د جمعې په ورځ په اټلي کې د نړۍ د لویو صنتعي ملکونو جي سېون تنظیم د غونډې په موقع خبري کانفرنس ته وویل په موجوده وخت کې په رفح کې د غزه قریباً یو اشاریه څلور مېلین خلکو پناه اخېستي ده او جنګ نه ملکي خلک محفوظ ساتلو دپاره څه بندوبست نه لیدل کېږي.

بلېنکن وویل نه یوازې دا چې ملکي خلک د نقصان نه محفوظ ساتل دي بلکې دا هم یقیني کول دي انساني امداد هم ورسوول کېږي.

بلېنکن زیاته کړه چې که ملکي خلک د نقصان د لارې نه محفوظ هم دي خو په لویه کچه پوځي عملیات په رفح کې د باقي پاتې خلکو دپاره ویروونکې نتېجې لرلی شي.

وایټ هاوس په یو بیان کې وویل د زیارت، پنجشنتبې، په ورځ په یو بحث کې اسرایلي چارواکي متفق شوي چې په رفح کې د اسرایل د مجوزه عملیاتو په اړه د امریکې په تشویش غور وکړي.

په عېن حال کې د غزه په زیاترو برخو کې د اسرایل هوايي، سمندري او ځمکنۍ بمبارۍ دوام لرلو چې په نتیجه کې ملکي خلکو ته جاني او مالي نقصان رسېدلی او خلک بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ غزه ته د زیات انساني امداد غوښتنه وکړه.

ګوټېرېس وویل په غزه کې د قحط او د ناروغو دلاسه مرګونو د مخنیوي دپاره پکار ده چې سیمه ته انساني امداد کې اضافه وکړی شي. هغه زیاته کړه چې غزه ته د زیات امداد رسوولو په لړ کې پکار ده چې اسرایل مرسته وکړي خو تر دا وخت د اسرای لوظونو په محدوده کچه او یا بېخي څه اثر نه دی کړی.

په انساني امداد کې د رابطه کارۍ دپاره د ملګرو ملتون دفتر یو اېن افس فار دي کوارډینېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز وویل جنګ، تباه شوي سړکونه او د نه چاودېدلي بمونه امدادي کارکوونکو دپاره لوی خطر دی.

د ملګرو ملتونو د مشر ترجمان سټېفن ډوجېرېک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل یو اېن او سي اېچ ار خبرداری کوي چې په غزه کې قحط د مخنیوي دپاره ضروري ده چې سیمې ته هر ورځ امداد ور ورسوول شي.

امریکا او اسرایل وايي غزه ته د امداد رسد دا میاشت ښه شوی دی. د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اسرایل د اشدود بندر نه په وړمبي ځل د خوراک ټرکونه غزه ته داخل شوي دي.

د متحده عرب اماراتو خبري ادارې ډبلیو ای اېم د رپورټ ترمخه، متحده عرب اماراتو د جمعې په ورځ وویل د غزه په خان یونس ښار کې يې په لویه پېمانه امدادي عملیات شروع کړي او د اراده لري چې د ښار النصر هسپتال بیا ودان د کار دپاره برابر کړي.

د غزه لسو هسپتالونوته د ملګرو ملتونو تللو چارواکو موندلي چې زیاتره هسپتالونه ویجاړ او په کنډرو بدل شوي او ځینو هسپتالونه فقط په بنیادي کچه خدمات وړاندې کوي. دا خبره اېلن ډومېنېک کړې چې د فلسطيني ریاست دپاره د ملګرو ملتونو د ابادۍ څانګې یو اېن پاپولېشن فنډ نماینده دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونېسېف د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت د شمېرو په بنیاد وايي په هرو لسو منټو یو ماشوم په غزه کې زخمي او یا وژل کېږي. یونېسېف په دې خبر ټینګار وکړو چې هغه ماشومان دې په بېړنۍ توګه د سیمې نه راویستل کېږي چې علاج ته ضرورت لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG