لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: په امریکا او نړۍ کې له یهودانو کرکه په شدیده توګه زیاته شوې ده


د امریکې صدر جوبایډن وایي په امریکا او نړۍ کې د یهودانو خلاف کرکه په "شدیده توګه زیاته" شوې ده، د یهودانو یوې دفاع کوونکې ډلې تېره میاشت په امریکا کې تېر کال د یهودیت ضد پېښو شمېر8,873 یاد کړی وو.

صدر جوبایډن د سه شنبې- نهې په ورځ د هولوکاسټ د کالنۍ لمانځنې او په غزه کې د جګړې د اوومې میاشتې د پیلېدو په مراسمو کې یوه غمجنه وینا وکړه او ویې ویل په دویمه نړیواله جګړه کې په نازي جرمني کې شپږ میلینه یهودان و وژل شول.

ښاغلي بایډن وویل له یهودانو دا پخوانۍ کرکه نه له هولوکاسټ سره پیل شوې نه ختمه شوې ده، وایي دا کرکه په نړۍ کې اوس هم د ډېرو خلکو په زړونو کې په "ژوره توګه" پرته ده او ختمېدل یې دوامداره بیدارۍ او څرګندو الفاظو ته اړتیا لري:

"دا کرکه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه ژوندۍ کړی شوه. د یهودانو د سپېڅلې رخصتۍ په ورځ حماس ترهګرې ډلې له هولوکاسټ وروسته په یهودانو باندې تر ټولو خونړۍ ورځ جوړه کړه".

صدر جوبایډن دا خبرې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د امریکایي کانګرس د یوې ډلې او د هغو څو عمرخوړلیو یهودانو په وړاندې وکړې چې په نازي جرمني کې د یهودانو له "منظمې ټولوژنې" هولوکاسټ څخه ژوندي پاته شوي دي.

امریکایي صدر په خپله وینا کې هڅه وکړه د هولوکاسټ پېښه د حماس ډلې د تېر کال د اکتوبر د اوومې له بریدونو سره وتړي چې پکې د اسرایل په وینا 1,200 تنه ووژل شول او شاوخوا 250 یرغمل کړای شول.

د حماس هغه برید جګړې ته هوا ورکړه چې د شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته لا هم تر اوسه په غزه پټۍ کې روانه ده او د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر 34000 زیات فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

صدر جوبایډن وویل یهودان د هولوکاسټ د ورځې او له هغه را وروسته ظلمونو او صدمې سره مخ دي، وایي "موږ په امریکا او نړۍ کې له یهودانو څخه په کرکه کې زښته ډېر زیاتوالی وینو".

د امریکا صدر وویل، "پر ټولنیزو رسنیو ناوړه پروپیګنډې یهودان دې ته اړ کړي چې خپله کیپا [مذهبي] خولۍ پټه وساتي، خپل یهودي ستوري په خپلو کمیسونو کې پټ وساتي".

ښاغلي بایډن پخپلو خبرو کې د یهودانو ټولنې او د اسرایل حکومت ته د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، "د یهودانو خوندیتوب، د اسرایل امنیت او د خپلواک یهودي ریاست په توګه د [اسرائیل] د بقا حق لرلو ته زما ژمنتیا نه بدلېدونکې ده".

بایډن په داسې مهال د اسرایل او یهودانو د خوندیتوب ډاډ ورکړی چې د امریکې په یو شمېر پوهنتونو او کالجونو کې په غزه کې د اسرایل جګړې په خلاف د زده کوونکو له قهره ډکې مظاهرې روانې دي.

په غزه د اسرایل د جګړې خلاف د زده کوونکو مظاهرې لومړی د امریکې په کولمبیا پوهنتون کې پیل شوې او بیا په بیړه نورو پوهنتونونو ته خپرې شوې، خو اوس د نړۍ نورو هېوادونو ته هم غزېدلې دي.

صدر جوبایډن وویل د کالجونو په کېمپسونو کې خپلو ټولګيو ته د تګ په وخت کې د یهودي زده کوونکو مخه نیول کیږي، ځورول کیږي او بریدونه ورباندې کیږي. وایي په تعلمي ادارو کې د یهودیت ضد پوسټرونه شعارونه لګیږي چې پکې د نړۍ د یواځیني یهودي ریاست اسرایل د ختمېدو غوښتنې کیږي:

"ډېر خلک د هولوکاسټ او د اکتوبر د اوومې له وحشتونو مخ اړوي او کم ارزښته یې ګڼي، چې پکې د حماس له خوا د یهودانو په اذیت کول او د ډارولو لپاره د جنسي تشدد ناوړه استعمال شامل دی، دا بېخي د منلو نه ده او دا باید ودرول شي".

صدر بایډن د اپرېل پر 29مه هم ویلي وو چې "د یهودو ضد لاریونونه" غندي. بایډن خبریالانو ته ویلي وو، "زه هغه کسان هم غندم چې نه پوهیږي له فلسطینیانو سره څه تیریږي."

په امریکا کې مظاهره چیان د پوهنتونو او لوړو زدکړو له مرکزونو غواړي له هغو شرکتونو دې ځانونه بېل کړي چې ګټه یې اسرایل ته رسیږي او یا په اسرایل پورې اړه ولري.

د یهودانو یوې دفاع کوونکې ډلې د بدنامۍ ضد لیګ (اینټي ډیفېمېشن لیګ) په اپرېل میاشت کې په خپل رپوټ کې تېر کال په امریکا کې د یهودیت ضد پېښو شمېر8,873 یاد کړی وو او دا شمېر یې د 2022م کال په نسبت 140 فیصده زیات ښوولی وو.

د امریکن اسلامک ریلېشن کونسل په رپوټ کې هم تېره میاشت ویل شوي چې په امریکا کې په تېر 2023م کال کې د مسلمانانو او فلسطینانو خلاف کرکه او بریدونه هم لوړې کچې ته ختلي دي.

د دې کونسل د رپوټ له مخې تېر کال په دې هېواد کې د مسلمانانو خلاف د بېلابېلو پېښو 8,061 شکایتونه یې تر لاسه کړي، چې وایي دا تر وړم کال 56 فیصده زیات دي، وایي "په دغو کې شاوخوا 3,600 پېښې د اکتوبر او دسمبر په منځ کې شوې دي".

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG