لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي ایران اؤ اسرایل دواړه غواړي چې نور باید تاو تریخوالی راکم کړي


د ایران سرکاري ټېلې وېژن په دې تصویر کې د جمعې په ورځ د اصفهان ښار یو منظر لیدل کېږي
د ایران سرکاري ټېلې وېژن په دې تصویر کې د جمعې په ورځ د اصفهان ښار یو منظر لیدل کېږي

څېړونکي وایي د اسرایل له لوري په ایران د محدودې کچې برید اؤ دغه برید ته د ایران محتاط غبرګون ښیي چې دواړه خواوې په ځانګړي ډول ایران د څو اوونیو له تاوجن وضعیت وروسته اوس تاؤ تریخوالي راکمولو هڅې کوي خو وضعیت اوس هم تر خطرناکه حده تاوجن دی.

ای ایف پي پخپل یو تجریاتي رپورټ کې ویلي چې د زیارت-پنجشنبې په ورځ دا خبر په مطبوعاتو کې د سر ټکي په توګه مخې ته راغلو چې اسرایل د ایران په اصفهان ښار برید کړی خو وایي چې اسرایل په ډاګیزه توګه د دې حملې تصدیق یا تردید نه دی کړی.

ایراني چارواکو ویلي چې هغوي د اصفهان په هوایي حدودو کې درې شکمن ډرونز رانسکور کړي چې هیڅ نقصان پکې نه دی شوی.

اصفهان هغه ښار دی چې د ایران مهم ایټمي تاسیسات په کې موقعیت لري. ایران وايي بې پیلوټه الوتکې په یوه غیر جوهري سیمه کې وې. ناتاییده راپورونه دا هم وايي چې د اسرایل د ډرون حملې هدف یوه غیر ایټمي پوځي سیمه وه.

نړیوالې ایټمي ایجنسۍ ویلي چې د ایران جوهري مقاماتو ته په دې حمله کې هیڅ زیان نه دی رسېدلی.

د ای ایف پي رپورټ کې ویل شوي چې د ایران له لوري د دې حملې نه څو ساعته مخکې د سیمې هیوادونو ته د برید اطلاع ورکول اؤ د اسرایل له خوا په اسانۍ د راغورځول کېدونکو دریوؤ بې پیلوټه الوتکو لېږل دا ګام څرګندوي چې دواړه هیوادونه محتاط دي اؤ تاوتریخوالی سیوا کول نه غواړي.

رپورټ وایي چې دواړو هیوادونو دا حملې د خپلو کورنیو فشارونو د سړولو اؤ سیاسي اړتیا په اساس کړي دي.

د ایران دولتي رسنیو د اسراییلو د برید د اغیزو د محدودولو هڅه کړې او راپورونه ورکوي چې د اصفهان په سیمه ایز مرکز کې ورځنی ژوند په نورمال ډول دوام لري.

په بهرنیو اړیکو کې د منځني ختیځ اؤ شمالي افریقه لپاره د یورپي کونسل د پروګرام ډایریکټر جیولین بارنز ډیسي وایي، موږ وینو چې دواړه هیوادونه له دې وضعیته د وتلو هڅه کوي ،اسرایل د ایران د برید یو څه ځواب ورکولو لپاره په محدوده کچه اقدام کړی اؤ تهران دې پېښې ته زیاته هوا نه ورکوي تر څو ځوابي اقدام کول ورپغاړه نه شي.

هغه ای ایف سره خبرو کې ویلي، دا مهال هیڅ اړخ نه غواړي چې مستقیم جنګ ته لاړ شي. خو هغه وويل، چې د پراخې جګړې خطر لا هم نه دى کم شوى.

له بلې خوا، موږ وینو چې د اسرایلو او ایران پلوه اورپکې ډلې حزب الله ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی دوامداره دی او په رفح کې د اسراییلو د برید ګواښ هم شته.

نیویارک ټایمز لیکلي چې دصدر باییډن انتظامیې د دمشق د برید په اړه وروستیو شیبو کې د واشنګټن د خبرولو په اقدام اسرایل ته په غوصه شوی ؤ اؤ په ایران یې ټینګار کړی ؤ چې باید ځوابي اقدام ونه کړي خو د ایران د ځوابي برید نه وروسته امریکې ویلي وؤ له خپلو ایتلافیانو هیله لري چې هغوي به په پراخه جګړه کې له ښکېلدو ډډه وکړي.

په جېنیوا کې د "سینټر فار اسټیډیز اینډ ريسرچ ان دي عرب اینډ میډیټیرینین ورلډ" حسني عابدي وایي کوم څه ته چې پاملرنه پکار ده هغه دې دواړو حملو کې د فریقینو ترمنځ نیمه همغږي ، دواړو د محدوده پاتې کېدو هڅه کړې ده.

هغه وایي معروضي اشارې دا په ګوته کوي چې ایرانیانو دا باب تړلی دی اؤ دې تاو تریخوالي ته دوام ورکولو کې د اسرایلیانو په مقابله کې د ایرانیانو کومه خاص خوښي نشته.

د روس خارجه وزیر سرګئ لاوروف دواړو خواؤ سره له تماسونو وروسته ویلي چې روسیې اسرایل ته په ډاګه کړې چې ایران تاو تریخوالی سیوا کول نه غواړي.

د"انسټي ټيوټ فار میډیټیرینین مډل ایسټ ریسرچ اینډ اسټډیز" مرستیال صدر ایګنس لیولونس وایي هغه په دې پوهیدلی چې ایران په رښتیا هم تاو تریخوالی راکمول غواړي اؤ هغه چې وکړل چې مناسب ورته ښکارېدل خو اوس ایران تر دې وړاندې تلل نه غواړي خو زه فکر کوم چې اسرایل په جارحانه موډ کې دی.

د اسرایل اؤ ایران ترمنځ وروستیو اوونیو کې رامنځته شوؤ پېښو اؤ د څو لسېزو راهسې روانې دښمنۍ ته په کتلو سره دا اندېښنه ښودل کېده چې دا جګړه پخپل پوره قوت سره خوریدای شي ولې چې په اووم اکتوبر په اسرایل دحماس له حملې وروسته اسرایل غزې کې جګړه پېل کړې وه چې هغې کې د حماس په ملاتړ لبنان اؤ یمن کې ایران پلوه ډلو هم خپله برخه اچوله.

د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ باندې د اسراییلو په برید کې د سپاه پاسداران د اوو افسرانو وژل کیدو په اور د تېلو د شیندلو کار وکړو او ایران وویل چې ددې برید بدل به اخلي.

په 13م اپریل تهران د اسرایل په خاوره د 300ؤ نه د زیاتو بې پیلوټه الوتکو اؤ میزایلو برید کړی ؤ خو ایران ددې حملې نه څو ساعته وړاندې د سیمې هیوادونه خبر ساتلي وؤ بلکې د حملې لپاره د کم طاقت وسلې کارولې وې چې مقصد یې نقصان په ټیټه کچه ساتل وؤ.

اسرایل اؤ ایتلافیانو یې دعوه کړې ده چې د ایران له لوري توغول شوي 99 فیصدي میزایل اؤ ډرونز یې رانسکور کړي دي.

له دې حملې سمدستي وروسته ایران ویلي وؤ چې بدل به اخلي خو د امریکې په ګډون د نړۍ زیاتره هیوادو په اسرایل ټینګار کړی ؤ چې باید له زغم کار واخلي تر څو دا جګړه نوره پراخه نه شي

(ددې رپورټ ځېنې مواد د ای ایف پي نه اخستل شوي دي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG