په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان د خارجه چارو دپاره مشیرسرتاج عزیز سره په افغانستان کې د سولي اود طالبانو د وژل شوي مشر ملااختر منصور د وژل کیدو ورسته په صورتحال باندې خبرې اترې کړې دي.
په بلوچستان کې د ډرون په حمله کې د ملااختر منصور د وژل کیدو ورسته د حضرت عمر زاخیلوال او د سرتاج عزیز لیده کاته د افغانستان او د پاکستان ترمنځ په اعلا کچه دا وړمبۍ سفارتي رابطه گڼلی کیږي.
په اسلام آباد کې افغان سفارتخانې په فیس بک د ښاغلي زاخیلوال او د ښاغلي عزیز د ملاقات تصدیق کړی دی خو نور څه تفصیل يي نه دی ورکړی.
ویل کیږي چې سرتاج عزیز د حضرت عمر زاخیلوال سره په خبرو اترو کې ویلي د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې کیدونکې د ډرون بریدونه په افغانستان کې امن بهیر ته نقصان رسولی شي.
سرتاج عزیز دا هم ویلي چې دواړه هیوادونه باید د خپله خاوره د یو بل پرضد استعمالیدو ته پرینږدې. دا نه ده معلومه چې د سرتاج عزیز خبرو ته افغان سفیر څه جواب وویلو.
د افغان مامورینو د ډیر وخت راهسې دا دریځ و چې د طالبانو مشران په پاکستان کې موجود دي. پاکستان به ددې تردید کولو. د ملا منصور په پاکستان کې د وژل کیدو ورسته د پاکستان دریځ د پوښتنو دلاندې راغلی دی.
د افغان سفیر او پاکستاني مشیر د لیده کاته په اړه نور تفصیل اسلام اباد څخه د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر رپورټ دلته اوریدی شئ: