لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډیورنډ کرښه اغزن تار لگول د نړيوالو قوانینو خلاف ورزي ده، افغانستان وايي


دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوا تیره ورځ له پوځ سره دلیدنې پرمهال ویلي دقبایلو دامنیت دخوندیتوب لپاره یې اقدام پیل کړي او په باجوړ او مهمندو اجسنۍ اړوند سمو کې د اغزمن سیم د غځولو عملي چارې دوام لري
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوا تیره ورځ له پوځ سره دلیدنې پرمهال ویلي دقبایلو دامنیت دخوندیتوب لپاره یې اقدام پیل کړي او په باجوړ او مهمندو اجسنۍ اړوند سمو کې د اغزمن سیم د غځولو عملي چارې دوام لري

د افغانستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان حکومت لخوا د اغزن سیم او دنورو موانع له جوړولو سره مخالفت ښودلی او دا اقدام یې دنړیوالو قوانینو او دښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل ګڼلی.

دافغانستان دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویلي افغان حکومت او د کرښې دواړو غاړو ته میشت قبایل د پاکستان حکومت ته ددې اجازه نه ورکوي چې د قبایلودامنیت په پلمه په ډیورنډ کرښه کې خندقونه وکني ،اغزمن سیم وغځوي او یاهم نورې موانع رامنځته کړي.

دپاکستان پوځ ویلي د وسله والو او نورو ترهګرو ډلو د تګ راتګ دمخینوي لپاره یې په باجوړاو مهمندو ایجنسۍ کې داغزن سم دلګولو کار پیل شوی دی.

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمرجاوید باجوا تیره ورځ له پوځ سره دلیدنې پرمهال ویلي دقبایلو دامنیت دخوندیتوب لپاره یې اقدام پیل کړي او په باجوړ او مهمندو اجسنۍ اړوند سمو کې د اغزمن سیم د غځولو عملي چارې دوام لري.

په یوبل رپوټ کې د افغانستان دفاع وزارت دامریکا متحدو ایالتونو د دفاع وزارت هغه خپور شوی رپوټ تایید کړ چې ویلي دي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه دپکتیکا په برمل ولسوالۍ کې دالقاعدې شبکې یو مهم قوماندان قاري یاسین تیره اونۍ دبې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

دالقاعدې شبکې په وژل شوي قومندان یاسین تور پورې شوی چې نوموړي په ۲۰۰۸ میلادي کال دپاکستان پلازمینې اسلام اباد کې په یوه هوټل او همداراز دسریلنکا کرکټ په ټیم ترسره شویو بریدونو کې لاس درلود.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG