لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان پاکستان د تاوجنو اړیکو ځای ته راوستو لپاره پاکستاني استازي د طالبانو له سفیر سره لیدلي


د افغانستان په کندهار ولایت کې د وړمې ورځې له ترهګریز برید وروسته پاکستان په افغانستان ټینګار کړی چې ترهګرۍ ګري د دواړو هیوادنو ګډه ستونزه ده اؤ د دې پرضد باید ګډ ګامونه واخستل شي.

په ۱۸م مارچ د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني الوتکو له بمبارۍ وروسته اسلام آباد کې د افغان سفارت د چارو سمبالوونکي یا ناظم الامور اؤ افغانستان د پاره د پاکستان ځانکړي استازي هم خپلو کې لېدنه کړې اؤ په یو لړ مهمو چارو یې خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان د پاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني د طالبانو له سرپرست سفیر سردار احمد شکیب سره دا لېدنه په داسې حال کې کړې ده چې دواړو هیوادنو ترمینځ اړیکې تاوجنې شوې دي خو آصف دراني له دې لېدنې وروسته ویلي چې د دې باوجود د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د خبرو لړې نه ده ودرېدلې.

افغان سفارت لخوا خپور شوی بیان هم د دې ملاقات تصدیق کوي.

خبریال رفعت الله اورکزی وایي دا لیدنه په ښه وخت کې شوې ده ځکه چې د دواړو هیوادونو ترمینځ تعلقات ښه نه دي اؤ داسې ملاقاتونه د مسلو حل د پاره ضروري وي.

رفعت الله اورکزی وايي د پاکستان اؤ افغانستان مسلې شریکې دي اؤ د دې مسلو ېوازینی حل مذاکرات دي ،

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "جنګ چرته هم د مسلې حل نه وي اؤ بیا پاکستان څنګه افغانستان سره جنګ کولی شي چې د لکونو په شمیره کې دلته افغان کډوال ژوند کوي"

د زیارت په ورځ ‌د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي وؤ چې پاکستان افغانستان سره د ترهه ګرۍ په مسله د مذاکراتو اؤ مرستو خواهش لري،

بیا د افغانستان په کندهار ولایت کې له ترهګریز برید وروسته هم د پاکستان دخارجه دفتر یو بیان کې ددې برید غندنه شوې وه اؤ پاکستان ویلي وو چې ترهه ګري د دواړو هیوادنو ګډه مسله ده اؤ ددې پرضد ګډو هڅو ته اړتیا ده.

څیړونکي هم وايي که چرې پاکستان د ترهه ګرۍ ختمولو د پاره د افغانستان مرسته غواړي ‌نو ورته به د مذاکراتو لاره خپلول وي.

د نړيوالو اړیکو کار پوهه محمد کاشف په دې هکله وي او ای ډیوه ته وایي چې افغانستان پاکستان ته ګټې هم رسولی شي اؤ تاوان هم.

د هغه په وینا،د افغانستان له لارې پاکستان مینځنۍ اسیا ته رسایي کولی شي خو که افغانستان سره یې تعلقات خراب وي نو بیا د افغانستان ځمکه د پاکستان پرضد هم استمالیدای شي.

محمد کاشف وایي په افغانستان باندې پاکستان څه رقم فشار نه شي راوړلی ځکه ښه به دا وي چې پاکستان د مذاکراتو لاره خپله کړي‌اؤ افغان موجوده حکومت اؤ تیر حکومتونه هم د مذاکراتو په حق کې وو.

د پاکستان لخوا د افغانستان په خوست اؤ پکتیا ولایتونو کې په شوې بمبارۍ افغان طالبانو سخت عکس العمل ښکاره کړی و اؤ ویلي یې وو دوي د پولې پورې غاړې ته ځوابي برید هم کړی دی.

پاکستان شمالي وزیرستان کې په پوځي څوکۍ د شوي برید نه وروسته د افغانستان په خاوره کې هوایي بریدونه کړي وؤ اؤ‌ ویلي یې وؤ چې دوي افغانستان کې د ترهه ګرو ځالې په نښه کړي دي.

خو افغان طالبانو ویلي وو دې بریدونو کې ښځې اؤ ماشومان هم وژل شوې دي.

څیړونکي هم وايې که چرې پاکستان دا دریځ خپلوي چې دوي به د ترهه ګرو پرضد د نورو هیوادنو د پولو خلاف ورزي کوي نو بیا نورو هیوادنو ته هم دا موقعه په لاس ورځي‌چې پاکستان دننه کارروایي وکړي‌ځکه چې په پاکستان هم دا تورونه لګي چې دلته د ترهه ګرو مرکزونه موجود دي.

په کال ۲۰۱۹م کې د هند پلوامه کې په پوځ د ترسره شوي ترهګریز برید نه وروسته هند دغه شان د پاکستان بالاکوټ سیمه کې بمباري کړې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې د ترهګرو ځالې یې په نښه کړی دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG