لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د جینکو يو شخصي سکول په بمونو الوځول شوی ‏


د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د جینکو يو شخصي پرايمري يا د ابتدايي زدکړو سکول په بمي چاودنو ‏الوځول شوی دی.‏

د شمالي وزیرستان پوليسو تاييد کړې چې دا پېښه بیګا د شپې د شیوا تحصیل په دري خېل سیمه کې شوې او د سکول څوکېدار قیوم خان په مدعیت ‏کې یې مقدمه درج کړې ده.‏

د سکول څوکيدار قیوم خان وي او اې ډيوه ته وویل د شپې ناخته خواوشا ‏‎15‎‏ کسان چې وسله په لاس وو، د سکول ودانۍ ته له بهر څخه په دیوالونو ‏راننوتل، لومړی یې د سکول په ودانۍ کې دروازې او المارۍ ماتې کړې بیا یې د سکول کتابونو او فرنیچر ته اورونه ولګول او د وتلو پرمهال یې د سکول ‏ودانۍ په بمونو والوځوله زورورې چاودنې یې وکړې.‏

هغه وویل دوی ته په وخت پولیس یا نور امنیتي ځواکونه د کومک دپاره نه دي رسېدلي چې کسان یې نيولی وی.‏

د شیوا پولیس تاڼې چارواکي وايي دا پېښه د شپې ناوخته څلور بجې شوې ده.‏

پوليس وویل په علاقه کې د عافیه اسلامک ګرلز سکول په نوم د جینکو په یو شخصي سکول کې بمي چاودنه شوې او دوه کمرې او سکول ودانۍ یې په ‏بشپړ ډول تباه کړي دي.‏

د دوی په وینا چاودنه کې یواځې سکول تباه شوی کوم ځاني زيان پکې نه دی اوښتی.‏

د سکول یو مالک سلیم ملک وي او اې ډیوه ته وویل یو نیم کال وړاندې هغه سره د یو بل شریک خان بهادر دا سکول پرانستی وو. ‏

هغه وویل د سکول په ودانۍ په لکونو روپۍ مصرف شوې چې پکې فرنیچر او د ماشومانو د پاره د زدکړو کتابونه او کمپوټرې اېښودل شوې دا هر څه یې ‏وران کړي دي.‏

د سلیم ملک په وینا د یو نیم کال نه سکول روان وو چې پکې د علاقې جینکو تعلیمي زده کړې ترلاسه کولې او دوی ته د دې نه وړاندې هیڅ قسم ګواښ نه ‏دی شوی.‏

د شمالي وزیرستان د پولیسو دفتر مشر روحانزیب چارواکي وايي د پېښې پلټنې پېل کړی شوي او زياته کړې يې ده په سمدستي ډول نه شي ويلي چې د ‏بريد په شا به د چا لاس وي.‏

د دوی په وينا چې دې پېښې کې څوک ککړ وي سختې سزاګانې به ورکړل کیږي.‏

‎شیوا د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نیزدې ‏‎65‎‏ کلومیټره لرې شمال لودیځ او افغان پولې سره جوخته سیمه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال ‏‏2014م کې عملیات کړي او عملیاتو په پایله کې دغه سیمه پاکه ګرځول شوې وه.‏

د سکول مالک سلیم ملک وايي د دوی سکول د پولیس تاڼې نه نیزدې درې کلومیټره لرې او د شوې تحصیل غټ سړک د پاڅه او امنیتي ځواکونو قلعې ته ‏نیزدې ‏‎200‎‏ میټره کې موقیعت لري او دا په ضلعه کې یواځينی د جینکو سکول دی.‏

د هغه په وینا په دې سکول کې نیزدې ‏‎120‎‏ جینکS‏ زدکړې تر لاسه کوي خو د سکول ورانېدو له امله د جینکو د زدکړو دا یواځينۍ د زده کړو اداره تباه ‏کړل شوه.‏

د علاقې یو مدني فعال صابر سردي خېل وویل بهادرخان پښتین او سلیم ملک په وزیرستان کې د طوفانونو پر وړاندې ډېوه بلوله.‏

خو تېره شپه نامعلومه طوفان دا ډيوه په بمونو مړه کړه، هغه وویل د یوې منصوبې سره دغلته تعلیم د ګواښ سره مخ دی ځکه چې د وړاندې نه سکولونه ‏دغلته غیر فعال دي چې په شخصي توګه څوک هڅه کوي هغه په بمونو الوځول کیږي.‏

‎د پخوانۍ فاټا د تعليم د محکمې چارواکو وي او اې ډيوه ته په وروستیو کې ويلي وو، د وسله والو لخوا په مکمله يا جزوي توګه د ورانوسکولونو شمېر ‏‏1,400 وو خو موجوده حکومتي چارواکي وايي چې په دغو ورانو سکولونو کې زياتره بيا جوړ شوي او يا هم پرې کار روان دی.‏

تېر کال د مې په 22مه د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې د جینکو دوه سرکاري سکولونه په بمونو الوځول شوي وو.‏

د جون په شپږمه د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومو کسانو سوځولي وو. ‏

د دسمبر په ‏‎30‎مه بنو کې نامالومو کسانو د جينکو يو سرکاري سکول سوځولی وو.‏

او سږ کال د اپریل په ‏‎30‎مه د شمالي وزیرستان په یو سکول کې د زدکوونکو د لسم ټولګي پرچې سوځول شوې وې.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG